The news is by your side.

غني له ارګه او طالب له قطره شړل پکار دي

خبریال وېبپاڼه/ د سولې خبرو سره هم‌مهاله په یو شمېر ولایتونو کې په سیستماتیک ډول د عامه المنفعه تاسیساتو د نړۍولو لړۍ پيل شوې ده او له امله یې د عامو خلکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی.

دغه ډول پېښې اکثره د طالبانو په سیمو کې کېږي، یا داسې سیمو کې رامنځته کېږي چې هلته د دولت حاکمیت کمزوری او طالب یې د تسلط ادعا کوي؛ تر اوسه د دې ډول بزدلانه کړنو عاملین نه دي په ګوته شوي، مخ پټي کسان یې کوي، حکومت یې پړه پر طالب او طالب یې پر حکومت وراچوي، خو د دې پېښو تر ټولو لوی زیان ولس ویني، وژل کېږي، بې کوره کېږي، روغتیايي اسانتیاوو ته یې لاسرسی کمېږي، له زده کړو محرومیږي، لویې لارې یې نړېږي، بې برقه کېږي، بنسټیزې پروژې یې له منځته  ځي او په یو ډول د ژوند اساسي حقونه ترې اخیستل کېږي.

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د شخصي ټانکرانو تېل په ځمکه تویول، په هلمند کې د برېښنا سبستېشن چور کول، د ارزګان په دهراوود کې د دارالمعلیمن لوټول، په غور کې د روغتون او پُل ویجاړول، د کندهار په میانشین، ارغستان او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د عمومي سړک تخریبول، په میوند کې د ښوونځي نړول او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د عامه‌المنفعه تاسیساتو له منځه وړل د دغه ډول وحشتونو عمده بېلګې دي.

عام‌المنفعه تاسیسات څوک نړوي؟

عام المنفعه تاسیسات پخوا نه نړۍېدل که ویجاړېدل هم ډېرې لږې داسې پېښې کېدې، چې مسوولیت به یې طالبانو مانه او یا به یې رداوه، خو اوس چې دا ډول پېښې کېږي، طالبان یې نه مسوولیت اخلي او نه یې ردوي.

د دې معنا دا ده چې دا کار طالبان کوي او د خپلو بندیانو له خوشي کېدلو او د سیاسي موقف ترلاسه کولو وروسته د جګړې اوږدول غواړي؛ ځکه طالب مشران اوس په پاکستان کې عام ګرځي، قطر کې له نړۍوالو سره ګرځي، انساني ژوند ته راګرځېدلي، مدنیت یې وکوت او د ژوند په خوند پوه شول. دوی فکر کوي چې جګړه د دوی په ګټه ده او که چېرې سوله وکړي، د ګلبدین حکمتیار په شان به بې اختیاره یوې څنډې ته پراته وي، هیڅ سیاسي وزن او نظامي قوت به نه لري، ځکه خو یې ناروا جګړې ته دوام ورکړي.

خو که چېرې طالب عامه تاسیسات نه نړوي، بیا نو دا کار د غني په امر کېږي، غني په ارګ منګولې ټینګې نیولې او قسم یې کړی، چې تر هغو به ونه وځي، څو چې خپله دوره پوره نه کړي، ځکه له یوې خوا نړۍوالې مرستې راروانې دي او له بلې خوا یې دوه سره حکومت له منځه وړی، فکر کوی چې هر څه خپله دی.

خو دې هر څه په عامو افغانانو ژوند تریخ کړی؛ د پولی ټک ته یې کینولي او خپل برخلیک د راتلونکي په تیارو څپو کې ویني، ځکه یوې خوا داسې څوک نشته په دې مظلوم ملت ورحمېږي او حداقل ارام ژوند ته یې پرېږدي.

څوک جګړه اوږدول غواړي؟

که طالب رښتیا دا جګړه اوږدول نه غواړي او د عام‌المنفعه تاسیساتو په نړولو کې لاس نه لري، نو د طالب ساحه کې دا کار کیږی ولې یی عاملین نه نیول کېږي، طالب خو ادعا کوي چې ۷۰ سلنه خاوره زما تر تسلط لاندې ده، تسلط داسې وي، چې حتی عام المنفعه تاسیسات پکې خوندي نه وي.

همدا راز که دا کار حکومت پلوه کړۍ د طالب د بدنامۍ لپاره په سیتماتیک ډول کوي، بیا یې حکومتي مشران ولې مخه نه نیسي، حکومت خو مسوول دی، چې تر خپل کنټرول او د طالب تر کنترول لاندې خلکو ته د ښه ژوند زمینه مساعده کړي، نه دا چې خلک د ژوند له اساسي حقونو پکې محروم وګرځول شي.

حل‌لار څه ده؟

که د هیواد په لر او بر کې تر بیلابیلو تورونو او عنوانونو لاندې د ولسي خلکو د دوکانونو، ښوونځیو، پلونو، پلچکونو، سړکونو او کلینکونو د تخریب عملیه ونه درول شي، نو دا به د افغانستان د غریب ولس ستونزې نورې هم زیاتې او د سترو ولسي غمیزو لامل به وګرځي.

د عام المنفعه تاسیساتو د نړۍولو د مخنیوي یوازېنی لار دا ده چې طالب له قطر وایستل شي، پر ضد یې شدید تعرضي عملیات پیل وشي او همدارنګه سیاسیون او عام ولسونه راټول شي، غني له ارګه وباسي او واک داسې یو چاته وسپاري، چې د جګړې په ختمولو کې خپله واکمني وګوري، نه د جګړې په اوږدولو کې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance