The news is by your side.

دولت ساز، د سيستم په ځای شخص سازي کوي

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د حکومتونو او ادارو د ناکامۍ ترټولو ستر سبب په اشخاصو زياته تکيه کول او سيستم ته کار نه کول دي، دلته تل تمه د اشخاصو څخه وي دداسې يو سيستم د جوړېدو هڅه نه کېږي چې اشخاص هم کنټرول کړي او د باور وړ هم وي.

له بده مرغه په افغان ولس باندې حاکم شوو ځینې کسانو اوس هم دا حقيقت نه دی‌ درک‌ کړی، او ځينو چې درک کړی یې هم دی ګټې په همدې‌ شخص پرستۍ کې دي.

ولسمشر په لوی لاس سيستم بې باوره کوي
څه موده کېږي چې ولسمشر غني د کابل ښار امنيتي چارې او ان د فساد په ضد د مبارزې کارونه هم امرالله صالح ته ورکړي دي، دا چې امرالله صالح په دې نويو چارو کې څومره بريالی دی د انټرنټ د نړۍ او ځمکني واقعیت ترمنځ توپير څه دی په دې بحث نه کوو، دلته په هغه بنسټونو خبرې کوو چې د هغوي د پام څخه غورځول د دولت سازۍ پروسه نه بلکې د دولت بې اعتباره کولو پروسه ده.

ولسمشر ددې په ځای چې کابل ولايت په امنيتي سيستم کې د باور وړ بدلون راولي، نوې طرحې د لوړې ټکنالوژۍ کار واخلي، دلته لومړی ټولو خلکو ته عاجلې برېښنایي پېژندپاڼې ورکړي، د خلکو د مېشت سيمې هلته د محلي نفوس ثبت کوونکو ادارو سره ثبت شي او د کابل امنیت د یو قوی سيستم په واسطه تامين شي، ولسمشر ددې ټولو په ځای ولاړ امرالله صالح ته یې مسولیت وروسپاره.

دا په افغانستان کې د همغه زاړه ذهنيت کښت او کار دی، نه بايد اشخاصو ته تبليغ وشي، نه بايد د خلکو اعتبار په شخص راټول شي، ځکه که فرض کړو دا امرالله صالح ترټولو ښه او صادق کس دی، نو دا کس خو به تل نه وي ژوندی.

کله چې د ملت ټول باور د سيستم په ځای په یوه شخص وي نو که چېرته دا شخص داسې کار وکړئ چې د‌ خلکو باور ورباندې ختم شي يا دا کس وفات شي نو خلک داسې فکر کوي چې هرڅه يې له لاسه ورکړل ځکه دوی خپل ټول باور په یوه شخص کړي وي، سيستم بايد‌ جوړ شي او د خلکو باور نور د هېواد په سيستم وي، موږ ګورو چې په اروپايي هېوادونو کې د پاچا او ريس جمهور بدلون، استعفا، ترور هېڅ لويه ستونزه نه پيدا کوي، په دې هېوادونو کې هېڅ بحران نه رامنځته کېږي خو په افغان کې د معمولي حرکت سره بحران رامنځته کېږي د واک تشه رامنځته کېږي، دا ټول ددې خاطره چې دلته د باور وړ سيستم نه دی جوړ شوی.

چې د صالح کار به څوک کوي؟
پخپله د لومړي مرستيال چوکۍ یوه ډېره لويه چوکۍ ده، خپل مسولیتونه لري، دا چې د ولسمشر مرستيال امرالله صالح خپل کارونه پریښی او اوس يې په کوچنيو يا نورو کارونو کې مشغولیت پيدا کړي، دا دده کار به څوک کوي؟ ريښتيا ده به څه کار کاوه؟

دولت ساز که شخص ساز
ولسمشر غني د دولت جوړونکي شعار سره راغی، شعار یې ښه و خو عمل يې سرچپه دی، دولت په دې په نه جوړیږي چې د ولسمشر لومړي مرستيال دې د کابل ښاروال ښي، سيستم په دې ډول نه جوړېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.