The news is by your side.

د طالبانو د نيول کېدو په تړاو د خبریال راپور ثابت شو

 خبريال وېبپاڼه/ خبريال وېبپاڼې ۱۸ ورځې وړاندې کله چې کابل ته د عمران خان د سفر بحثونه ګرم و راپور ورکړ چې عمران خان د ولسمشر غني سره‌ د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ، خبريال وېبپاڼې د پاکستان د مرستې ډاډ د ځينو طالب چارواکو د له منځه وړلو په مانا تفسير کړ.

اوس تازه خبرونه وايي چې په پاکستان کې د طالبانو يو نامتو قوماندان قاري صلاح الدين تښتول شوی دی، دا د خبريال وېبپاڼې د هغه راپور تصديق دی چې ويلي یې و پاکستانی حکومت به ځينې هغه طالبان اختطاف کړي چې نسبي ملي روحيه لري او د پاکستان اسارت یې نه دی خوښ.

عمران خان اشرف غني ته پخپله وعده دوه نښې ولي
خبريال وېبپاڼې پخپل راپور کې ويلي و چې پاکستان به د يوې خوا د افغان حکومت اعتبار ترلاسه کړي، ځينې طالبان به د پاکستان دننه يا ونيسي او يا به يې له منځه يوسي، د ځينو طالبانو مشرانو او مهمو کسانو په هکله به افغان امنيتي ځواکونو ته معلومات ورکړي او افغان امنيتي ځواکونه به دا طالبان له منځه يوسي.

پاکستان د يوې خوا هغه طالبان وژني چې د پاکستان مخالف دي، محدود شمېر دا طالبان خپلې ځینې مجبورۍ لري خو بيا هم پکې ملي روحيه شته ده او مناسب فرصت ته ګوري.

خبريال وېبپاڼې ويلي و پاکستان به د يوې خوا دا ډول طالبان چې د پاکستان دښمنان دي له منځه يوسي او د بلې خوا به په همدې کار افغان حکومت ته هم يو ډول دا ثابته کړي چې موږ د خپلې وسې مرسته وکړه، په دې طریقه به د افغان حکومت څخه هم خپل امتياز ترلاسه کړي.

د طالب قومندانانو وژنې به دوام ولري
د طالبانو د ځینو مهمو کسانو دا وژنې به د راتلونکې عيسوی مياشتې تر نيمايي پورې ښکاره دوام ولري او ډېر شمېر هغه طالبان به په نښه شي چې د پاکستان مخالف دي او غواړي ځان د هغوي له اسارت څخه خلاص کړي.

دا طالبان چې په حقيقت کې سولې ته ژمن دي او همدا اوس د پاکستان د تابع طالبانو سره اختلاف لري پاکستان ته خطرناک ښکاري او د له منځه وړلو لپاره یې‌ دا بهترین فرصت بولي.

افغان حکومت کې هم بدلونونه راتلونکي دي
خبريال وېبپاڼې پخپل راپور کې ويلي و چې ددې کارونو په مقابل کې کابل هم د اسلام اباد ځينې فرمايشونه ومني او کېدی شي هغه وګړي له دندې لرې کړي چې د پاکستان مخالف دي او يا هغه کسان په دندو وګماري چې د پاکستان پلوي دي.

په دې هکله د خبريال وېبپاڼې خپور شوی راپور

کابل ته د خان سفر طالبانو ته بد زېری!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance