The news is by your side.

تیرانګا: هغه لفظ چې د سینیګال د میلمه پالني پیژندنه کوي.

خبريال وېب پاڼه/د يوې مسافري کيسه:کله چې زه د نیویارک څخه ډاکار ته تلونکي پرواز کې سپره وم نو یوې میرمنې چې رنګیني جامي او په سر یې پړکیدونکي دستمال تړلي وه زما خوا ته راغله او پوښتنه یې وکړه چې ایا هغه زما د موبایل څخه استفاده کولي شي؟
زه د ځان راټولوني حالت کې وم مسکا او فکر مې وکړو چې دا څنګه خیال دي چې یو پردي کس څخه داسې غوښتنه وشي خو په هغې کې عجیبه خاصيت هم وه
کوم ځای کې چې ما ځان راټولؤ هملته یو بل همداسې لباس پر تن مسافر پرته د ځان راټولوني خپل موبایل دغه میرمنې ته ورکړو.

دغه ډول تجربې تر سینیګال پورې زما ټول سفر کې روانې وي او ډیر زر ماته دا احساس وشو چې هغه د کوم پردي لخوا د سرتنبه ګۍ غوښتنه نه وه. دغه خلک ماته د تیرانګا سره د پیژندنې ذریعه وګرځيدل.

سینیګال ” د تیرانګا د ځمکې” په نوم پیژندل کیږي نیویارک ښار کې سینیګالي شیف او تیرانګا رسټورانټ د شریک باڼي پیټیر تهئیم وینا ده چې ددې لفظ معنا (میلمه پالنه) ښودل کیږي خو دا د دغه لفظ ترټول ساده ترجمه ده حقیقت کې د دې لفظ مطلب له دې څخه هم پیچیده دی او دا د ژوند یو طرز دی.

د ګرمي په موسم کې ما د یوف په نوم سیمه کې په یو تعلیمي مرکز کې په افتخاري ډول کار پیل کړو دا د ډاکار ښار په شمال کې موقیعت لري چې هوا یې وچه او ګردجنه وه.

دلته تیرانګا ماسره د سینیګال کلتور باندې پوهیدلو کې مرسته وکړه او ما ومنله. ماته د یو حیثیت لرونکي کورنۍ سره د اوسیدلو بلنه راکړل شوه او ماته به د ګاونډیانو د کورونو څخه د چای څښلو بلنه راکول کیدله چې ما به قبولوله.

زه د سینیګال د رواجو مکمله برخه وګرځیدلم او زما غربي عادتونه ختم شول او د تیرانګا مهم جز لکه پراخه سینه، سخاوت او عاجزۍ د هغې ځای ونیوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.