ولې د میراډونا د خلاص تابوت سره عکس اخیستونکي بخښنه وغوښته؟

خبريال وېب پاڼه/د ارجنټاین لوی فوټبال لوبغاړي ډی ایګو میراډونا د خلاص تابوت سره عکس اخیستونکي کارمند کلاډیو فرنانډیز د فوټبال مینوالو څخه بخښنه وغوښته.
په مجموعي ډول درې کسانو د خلاص تابوت سره انځورونه اخیستي وه چې دې سره د فوټبال مینه والو د غصې او د غم څرګندونې کړي وي.
کلاډیو فرنانډیز د خپل ځوی “تهمز اپ ” سره یو ځای د میراډونا د خلاص تابوت سره په ولاړه انځورونه اخیستي وه
چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پخواني بریدګر مډفیلډر او مینیجر په دارالحکومت بیونس آئرس کې د زړه د حملې وروسته مړ شو.
دغه انځورونو د ده په مینه والو کې د غم او غصې څپې زغلولي دي د فوټبال د لوبغاړي وکیل میټیس مورلا اراده کړي ده چې هغه به ددې انځور اخیستونکو په خلاف قضیه پرانیزي
فرنانډیز جمعې په ورځ د يوې راډیو ته وویل چې د انځور اخیستلو پریکړه ناڅاپي او په دې اړه یې له مخکې پلان نه درلوده هغه وویل چې د هر ماشوم په څیر زما ځوی تهمز اپ هم انځور واخیستو زه پوهیږم چې موږ ډیر خلک خفه کړي او هغوی ددې غلط مطلب اخیستي.
فرنانډیز وایي چې دوی ته د وژلو ګواښ هم شوي دی هغه راډیو سټیشن ته وویل چې هغوي وایي موږ به ووژنی او زموږ سرونه به مات کړي.
د يادولو وړ ده چې د فوټبال د نړۍ دغه مشهور لوبغاړى ډيګو ميراډونا د ٦٠ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
ميراډونا د ارجنټاين اوسېدونکى و او د دغه هېواد د ملي لوبډلې ترڅنګ په يو شمېر نړيوالو ليګونو کې يې هم لوبې کړې وې.
د ارجنټاين فوټبال فدراسيون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه د چهارشنبې ناوخته د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.
د ارجنټاين ولسمشر هم د خپل ستر لوبغاړي ميراډونا پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او په دغه هېواد کې يې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.