د پښتنو نړيوال سيمينار ته ولې اړتيا پېښه شوې؟

ليکوال : عارف تبسم

له څه وخت راهيسې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى په خپلو ويناوو کې په تسلسل سره دا خبره کوي، چې په پښتني سيمه يو نوى جنګ راتپل کېږي.

د اختر په ورځ په خپله وينا کې نوموړي تر دې حده پورې وويل، چې له شام څخه ٤٠ زره ماته خوړونکي وسله وال پښتني سيمې ته راوستو او دلته ترې د کار اخيستو پلانونه جوړ شوي دي. همدا راز د پښتني قبيلو ترمنځ هم د دښمنۍ پېدا کولو هڅې روانې دي او په ځانګړې توګه په جنوبي پښتونخوا کې دا لوبه روانه شوې ده.

له تېرو څو مياشتو راهيسې محمود خان اڅکزى د پښتنو د يو نړيوال سيمينار د راغوښتو په اړه خبرې کوي او وايي چې په دې سيمينار کې بايد پښتنو ته د ورپېښو خطرو په اړه يوه تګلاره جوړه شي.

د پښتنو نړيوال سيمينار راغوښتو ته ولې اړتيا پېښه شوې؟ دا يوه داسې پوښتنه ده، چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په پاکستان کې دننه او افغانستان کې د پښتنو لپاره جوړو شوو حالاتو ته اشاره کوي، چې د ٧٠ء په لسيزه کې د ګلبدين حکمتيار د راپېدا کولو نه ونيسه بيا په تېر اختر کې په وزيرستان کې په بې ګناه پښتنو د ګولۍ ورولو پېښې پورې اړه لري.

په دې ټوله موده کې په پاکستان کې دننه د پښتنو سيمه د جنګ مېدان وګرځول شوه او په دې جنګ کې غازي او شهيد او قاتل و مقتول دواړه پښتانه و.

په دې دوران کې د پښتنو په سيمه کې په پراخه کچه مذهبي مدرسې جوړې شوې، تبليغي جومات د پښتنو کور کور ته ورسول شو، چې د دين په نوم يوې خواته په پښتنو کې د ملتپالنې مخنيوى وشي او بلخوا په پښتنو کې د جهاد جذبه راپېدا شي او پښتانه د تش په نوم جهاد د اور خوراک شي.

په پاکستان کې دننه د افغانستان سره د پښتنو تړون ته له لومړۍ ورځې راهيسې د شک په نظر وکتل شول او د همدې له امله په پښتنو مشرانو د غدارۍ فتوې وخت نا وخت لګول کېدې.

دين بيا په پښتنو کې د پښتون ملتپانې د سوچ مخنيوي لپاره وکارول شو، چې تراوسه پورې پکې برياليتوب ښکاري او له همدې لارې له تېرو څلورو لسيزو راهيسو په خېبر پښتونخوا، پخوانۍ فاټا او بلوچستان کې د پښتنو په سيمه کې د اور او وينې لوبه روانه ده او افغانستان پرلپسې په دې اور کې سوځېږي.

په پاکستان کې له تېرو ٧١ کلونو راهيسې او په ځانګړې توګه له تېرو څلور لسيزو راهيسې د پښتنو له منځ چې هر نوى غږ راپورته کېږي، په بېلا بېلو لارو بېرته خپ کېږي. په دې دوران کې د پښتنو مشران يا خو په زندانونو کې پراته و او يا يې له هېواد بهر د جلاوطنۍ ژوند تېر کړ. پښتانه پوهان او شاعران يا خو بنديان کړل شول او يا د استخباراتو په زور يې غږونه غلي کړل شول.

دې روان (جهاد) ته (فساد) ويونکو محصلينو باندې د تعليمي ادارو دروازې بندې شوې، خو د دې ټولو خنډونو پرته هم د پښتنو سياسي سوچ نه خو ورک کړل شو او نه غلى کړاى شو.

د يويشتمې پېړۍ د ټېکنالوژۍ انقلاب هغه پاتې خنډونه هم له منځه يووړل.

ټېکنالوژۍ وکولاى شول چې د نړۍ د ګوټ ګوټ پښتانه سره يو ځاى کړي، دوى خپل وسائل وپېژندل، خپل دوست دښمن يې وپېژانده. خو د همدې ټېکنالوژۍ په مرسته په پاکستان کې پښتانه له نورو قومونو څخه کمتر ثابتولو لپاره د پښتنو پر ضد فلمونه، ډرامې، اعلانونه او په ټولنيزو رسنيو کمپاينونه وچلېدل او پښتانه يې د ترهګر په څېره کې خلکو ته ورښکاره کړل.

واکمنې ډلې په پښتني سيمه کې د پښتنو رښتينې استازو له مخې ليرې کولو او د هغوى پر ځاى خپل تالي څټو راوستلو لپاره هماغه پخوانۍ پالېسي خپله کړه، کومه چې انګليسيانو د خان بهادر، نواب او سردار په خطابونو ورکولو سره د دغه ډول خلکو په مرسته خپله پاچاهي جوړه کړې وه.

په پاکستان کې واکمنې ډلې قبيلوي او اتحادونه او ګوندونه جوړ کړل، له هرې قبيلې څخه يې بدمعاشان راغونډ کړل، وسله يې ورکړه، د نان کسټم پېډ موټرو د قاچاق لپاره يې لارې ورکړې او هغوى يې له ځان سره يو ځاى کړل او په هر ځاى کې يې خپل زور ښکاره کړ، څوک يې کونسلر کړ او څوک يې پارلمان ته ولېږه.

د همداسې خلکو په مرسته يې دا ځل ملتپالان، مترقي او تر دې چې د مذهبي ګوندونو پښتانه مشران يې هم له پارلمان څخه بهر وساتل.

که د دې ټولو پلانونو په اړه فکر وکړو، نو سر يې دې ته رسېږي، چې په پاکستان کې دننه پښتانه ځکه له اختيار و اقتدار ويستل کېږي، چې دوى تل د پاکستان په آيين کې دننه د غريبو او مظلومو قومونو لپاره غږ پورته کړى دى او د دوى د وسايل يې د دوى لپاره غوښتي دي.

واکمنه ډله په دې ښه پوهېږي، چې د پاکستان په سياست کې د قومونو د برابرۍ او د دوى د يووالي لپاره په لسګونو ځل پښتنو سياستوالو خپل رول لوبولى دى.

هغوى په دې پوهېږي چې د پښتنو شعوري ويښوالي کې د پښتنو د ملتپالو ګوندونو لوى لاس دى. ځکه خو يو عادي پښتون هم ډېر ژور سياسي فکر لري او دا سياسي شعور يې کله نا کله حتمي راښکاره کېږي.

هغوى وليدل چې څنګه د پښتنو له منځه د پښتون ژغورنې غورځنګ راپېدا شو او په ډېر لږ وخت کې يې په ټوله نړۍ کې نوم پېدا کړ، بلکې د پاکستان نور مظلوم قومونو هم له دوى نه په الهام اخيستو سره ځانونه يو کړل او د خپلو حقونو لپاره يې مبارزه پيل کړه.

د پښتنو سياسي او شعوري ويښوالي په پاکستان کې د پښتنو په وسايلو مزې کوونکې واکمنه ډله وارخطا کړې ده، نو ځکه هغوى په دې هڅه کې دي چې پښتانه له صحنې وباسي.

يوې خواته دوى پښتانه سياستوال له پارلمان څخه داسې ليرې کړل، چې په هېڅ ولسواکي نظام کې د منلو خبره نه ده، چې يواځې د پښتنو کارکردګي دې خرابه وي او ټول دې له پارلمان څخه بهر پاتې شي، د دوى د ماتولو لپاره پراخه درغلي شوې ده، بلخوا همدا خلک لګيا دي د پښتون ژغورنې غورځنګ د ماتولو لپاره د هغوى په منځ کې بېلوالى راپېدا کوي، تر څو په ډلو يې وويشي.

همدا راز په افغانستان کې له تېرو څو مياشتو راهيسې يو ځل بيا له تشدد ډکې پېښې زياتې شوي دي. دا ټولې هغه پېښې دي چې له پښتنو نه د ژوند حق اخيستل کېږي، د دوى اقتصاد تباه شو او ټوله پښتني سيمه په داسې يوه بحران کې راګېره شوې ده، چې يواځينى حل يې د نړۍ د هر ګوټ نه د پښتنو استازو راغونډول او يو نړيوال سيمينار راجوړول دي، چې په دې سيمينار کې په دې اړه فکر وشي، چې پښتانه څنګه له دې روان بحران څخه وويستل شي.

ژباړه : خبريال