The news is by your side.

پاکستان: افغان سوله زموږ ابتکار و

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغان سوله د پاکستان ابتکار و او اوس دا دی د بین الافغاني خبرو تر مرحلې رسېدلې دي.

هغه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان په هڅو په افغانستان کې د سولې خبرې پیل شوې.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د افغان سولې پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی دی.

عمران یو ځل بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی او وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر په پرتله اړیکې خورا ښې دي او د لا ښه والي لپاره یې هڅې روانې دي.

عمران خان کابل ته د سفر پر مهال هم ژمنې وکړې

کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې  د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ هم دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړه شوې ده.

 په دغه سند کې هم د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.

عمران خان ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی او د افغان سولې په بهیر کې د مذاکراتو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې خپل رول لوبولی دی.

د پاکستان درواغجنې ژمنې

پاکستان بیا بیا له افغانستان سره ژمنې کړې دي، خو هیڅ ژمنه یې نه ده پورې کړې او د خپلو ګټو لپاره یې دلته د طالب په لاس د جګړې ډګر تود ساتلی دی.

د سولې ټکنۍ پروسه کې هم د پاکستان مستقیم لاس دی، دغه هېواد په هر ډول کولای شي چې طالب اورپکي اوربند او یا د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته راضي کړي، خو د خپلو ګټو لپاره یې دغه چاره نه ده ترسره کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.