The news is by your side.

په غزني کې موټر بم چاودنه شوې

خبریال وېبپاڼه/ نن سهار څه باندې اته بجې د غزني ښار اړوند د درېیمې امنیتي حوزې کې موټر بم چاودنه شوې ده.

 سیمه ییزې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وايي، چاودنه د عامه نظم ساتنې پر یو کنډک د هاموې ټانک په واسطه شوې او له هغه وروسته جګړه هم روانه ده.

د غزني د ملکي روغتون چارواکي وایي، تر اوسه پورې د دوی روغتون ته اته نفره ټپیان راوړل شوي چې ټول نظامیان دي.

امنیتي مسوولینو تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ورکه سوله

 غزني ښار کې سهار په داسې حال کې په ترهګریزو حملو پیلېږي، چې تېر ماښام وسله والو طالبانو خبر ورکړ چې د سولې بین الافغاني خبرو کې له افغاني لوري سره پر کړنلاره موافق شوي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي، د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د دوه زره شلم کال د نومبر مياشتې پر پنځلسمه نېټه په يوويشتو مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه طرز العمل د کوربه هېواد “قطر” په حضور کې د د دوه زره شلم کال د نومبر مياشتې پر اوولسمه نېټه ولوستل شو.

د ده په خبره، د طرز العمل تر لوستو وروسته يې يوه کاپي قطر ته ورکول شوې.

تر اوسه حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

خو د دې هر څه سره سره لا هم جګړه دوام لري او په ګڼو ولایتونو کې خلک سهار د چاودنو په غږ پیلوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.