The news is by your side.

د بايللي محبوبيت د بيا ترلاسه کولو هڅې

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د هېواد ولسمشر اشرف غني ناڅاپه د افغان جاپان روغتون ته ولاړ، دغه روغتون د کورونا ويروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.

د ولسمشر غني ليدنه دې بختوره شي خو اوضاع ته په کتو به څومره بختوره شي؟ ځکه د افغان جاپان روغتون د ډاکټرانو معاشونه تېر ځل د ډېرو شکايتونو وروسته ورکړل شول، په نړۍ د کورونا ويروس د راتګ سره د ډاکټرانو او نورو روغتيايي کار کوونکو معاشونه لوړ شول، ځکه دوی د خپل ژوند په بيه د خپلو خلکو ژوند ژغوري، خو زموږ په هېواد کې بيا د ډاکټرانو هغه نورمال معاشونه هم وځنډېدل، نو ښکاره ده چې د ولسمشر غني د يو ديدن سره به په افغان جاپان کې څه خاص بدلون رانشي، که راتلی نو د ديدن وړاندې بايد ډاکټرانو ته په وخت خپل معاش ورکړل شوی وی، دوی ته د ځان ساتنې لپاره اړين لوازم ورکړل شوي وی.

د بايللي محبوبيت د بيا ترلاسه کولو هڅې
ولسمشر غني په داسې حال کې د افغان جاپان د روغتون ور ټکوي چې په شاخوا يې څوک نه دی پاتې، په ښاغلي غني نورې ټولې دروازې بندې دي، د هغه ترټولو زيات نیږدې کسان هم ورڅخه توبه ګار دي، خلک خو نن سبا د ولسمشر غني په ملاتړ پیښمانه دي، ولسمشر غني نور په ټولنه کې خپل ځای نه ويني، ځکه خو د خپل پخواني محبوبيت د ترلاسه کولو لپاره مخ په روغتون شوی دی.

ولسمشر غني ددې په ځای چې روغتون ته ولاړ شي لومړی یې باید د روغتون او روغتيايي ټولنې او جامعې په حق کې په شویو خيانتونو باندې ځان خبر کړی وی، ولسمشر غني په داسې حال د کورونا ويروس د ناروغانو روغتون ته ورځي چې ددې ناروغانو په نامه راغلې پيسې دده د مامورینو له لوري چور او تالان شوې.

د کورونا ويروس ناروغان د روغتونونو په دهليزونو کې ساه ورکوي خو چارواکي د همدې ناروغانو لپاره په راغلو پيسو عيش کوي، ولسمشر غني باید اوس د هغه چارواکو سرنوست معلوم کړی وی دوی یې بايد په ترټولو سخته سزا رسولي وي چې په دې بده ورځ کې یې د ملت د خولې ډوډئ او د ناروغانو د تداوۍ پيسې غلا کړې.

تر ننه پورې هغه چارواکي خلاصې تڼۍ ګرځي چې بې وزلو خلکو لپاره مرسته شوي اوړه يې غلا کړي و، دا خلک د حکومت د لوړو پوړو چارواکو په واسطه په مختلفو بهانو د زندان څخه خلاص شول.

د ناروغانو لپاره راغلې پيسې چور شوې، يو کاغذ تشناب چې بيه لس افغانۍ ده په سل روپۍ حساب شو، چارواکو د حکومت څخه د يوه کاغذ تشناب لپاره سل روپۍ واخیستې او په لس افغانۍ يې روغتون ته دا کاغذ تشناب ورکړ، نورې یې په جيب کې ووهلې، ولسمشر غني باید ددې پوښتنه کړې وی.

داسې حرکات چې موخه یې صرف د خلکو په سترګو کې خاورې شيندل وي، صرف د پاپولريزم لپاره ځان د خلکو خواخوږی معرفي کړي خو په عمل کې بيا دوی د خلکو هېڅ فریاد نه اوري، هېڅ ګټه نلري، دا خلک اوس پوهېږي چې ددوی باور حکومت له منځه وړی دی ځکه خو يې اوس د حکومت څخه مخ اړولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance