د لوګر ښوونځیو ته څه باندې ۱۵ زره نوي زده کوونکي جذب شوي

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت په شته ۲۷۳ ښوونځیو کې د روان ۱۳۹۹ ښوونیز کال پر مهال  ۱۵۱۳۲  نوي زده کوونکي جذب شوي دي.

د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد نوي زده کوونکي د ابتداییه دورې لومړيو ټولګیو ته جذب شوي دي، چې له دې ډلې شاوخوا  ۴۱۷۷ یې نجونې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د پل علم ښوونځیو ۱۴۸۷ نجونې او ۴۵۳۵ هلکان، د محمدآغې ولسوالۍ ښوونځیو ۱۸۰۰ نجونې او ۲۲۰۰ هلکان، د خوښۍ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۳ نجونې او ۲۶۴ هلکان، د بره کي برک ولسوالۍ ښوونځیو ۶۶۸ نجونې او ۱۳۸۰ هلکان، د څرخ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۱ نجونې او ۸۲۰ هلکان، د ازرې ولسوالۍ ښوونځیو ۴۶۶ نجونې او ۸۶۰ هلکان او د خروار ولسوالۍ ښوونځیو یوازې ۲۲۰ هلکان جذب کړي دي.

اعلامیه وړاندې کاږي، د خروار ولسوالۍ په ښوونځیو کې د تېرو کلونو په څېر بیا هم د ناامنۍ او کلتوري محدودیتونو له امله هېڅ نجونې زده کوونکې جذب شوې نه دي.

د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې  ۷۵ لېسې، ۷۳ منځني او پاتې ۱۲۵ نور یې لومړني ښوونځي دي.

په یاد شمېر ښوونځیو کې ۱۴۰۰۷۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه ۴۰۵۹۸ یې نجوني دي.

سږ کال ولې لږ زده کوونکي جذب شوي؟

 د لوګر ښوونځیو په تېر ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې له شلو ډېر زرو ډېر نوي زده کوونکي جذب کړي وو، خو سږ کال څه باندې ۱۵ زره زده کوونکي پکې جذب شوي دي.

ناامني، کلتوري محدودیتونه، بېکاري، کمزوری اقتصاد او لیري پرتو ولسوالیو کې د پوهنې اړوند اسانتیاوو ته نه لاسرسی په دې ولایت کې د ګڼ شمېر نویو ماشومانو او په تېره نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

په برکي برک، څرخ، ازره او خروار ولسوالیو کې لا هم ښوونځي د وسله والو طالبانو تر څار لاندې دي او وخت ناوخته د نجونو د زده کړو مخه نیسي.

لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی چې وخت ناوخته د جګړو او ناامنیو راپورونه ترې ورکول کېږي او د ناامنیو له امله لا هم یو شمېر ښوونځي پکې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More