The news is by your side.

غني پر طالبانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر محمداشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې پر وسله والو طالبانو د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

غني چې د ویډیوکنفرانس له لارې یې په دې غونډه کې ګډون درلود، طالبان تورن کړل چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سولې د خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونه ولګوي.

اشرف غني په خپله وینا کې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او لاسته راوړنو هم یادونه کړې ده.

طالبانو په دې ډلې باندې د بندیزونو د پلي کولو لپاره د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون تردې دمه څه نه دي ویلي.

 د افغانستان د سولې د هڅو په پیل سره د طالبانو په ځینو مشرانو باندې د ملګرو ملتونو لګیدلي بندیزونه نرم شوي او اوس طالب مشران په ازدانه ډول بېلابېلو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

د دغو بندیزونو نرمښت او د پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو ته د طالبانو تګ راتګ د دې لامل شو چې طالب اورپکي جګړې ته دوام ورکړي، ځکه له یوې خوا یې پنځه زره بندیان خوشي شول او له بلې خوا ازادانه هر هېواد ته سفرونه کوي.

یوازې طالب د سولې خنډ دی؟

ولسمشر غني ظاهراً داسې ښيي چې یوازې طالب د جګړې دوام غواړي او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی، خو اصلي خبره دا ده چې طالب او غني دواړه د سولې اصلي دښمنان دي.

طالب د جګړې د اوږدېدو له لارې غواړي سیاسي موقف او نظامي قوت ترلاسه کړي او غني د واک د اوږدېدو لپاره د سولې په خبرو کې خنډونه جوړوي.

که څه هم تېر ماښام طالبانو خبر ورکړ چې دوحه کې د دوی او افغان لوري ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره اختلافات پای ته رسېدلې، خو نن سهار تازه په غزني او زابل ولایتونو کې موټر بم بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې هیڅ لوری د سولې اراده نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.