The news is by your side.

د چارواکو غلا بايد د خلکو د چور څخه جدي ونيول شي

 خبريال وېبپاڼه/ په دې وختونو کې ځینې پېښې ددې سبب شوې چې عام خلک کله د پوستو څخه کله هم د کوم بل داسې ځای څخه چې ملي شتمني بلل کېږي او وي غلا وکړي یا یې چور کړي.

دې پېښو ته غبرګونونه ګرم و، البته دا کار د غندلو دی خو زموږ په ټولنه کې دا ستونزه تراوسه پورې په بنسټيز ډول شتون لري چې لومړيتوب نه پېژندل کېږي او نه هم مراعت کېږي.

دا سمه ده چې دې خلکو ښه کار ونکړ خو ولې موږ ددې څخه وړاندې د هغه چور او غلا مخه نه نيسو چې ددې چور په نسبت يې مقدار ډېر دی، تر دې لوی زيان رسوي او د همدې ډول پېښو اصلي سبب همدا ډول غلاوې او چورونه دي.

نن يو افغان په کومه دولتي اداره کې ځان داسې احساسوي چې دا اداره دده، کله چې روغتون ته ولاړ شي څو ورځې په تمه وي، حال دا چې څوک چې واسطه لري په همغه ساعت یې کار کېږي، د افغان انسان سره داسې رويه ددې سبب کېږي چې هغوي دا شتمنۍ خپلې ونه ګڼي.

حکومتي چارواکي یې مثال دی
په دې هېواد کې چارواکي د ملي اردو له خوړو غلا کوي، د پوځ له جامو غلا کوي،د پوځ د موټرو او الوتکو د تېلو څخه غلا کوي، همدا چارواکي بيا نېغ نېغ ګرځي، ولسمشر غني ددې یوه سره هم د حساب کولو جرت نلري، بلکې بېرته یې همدا غاصبین او غله د حکومت لوړو چوکیو کې ګومارلي دي.

د کورونا ويروس لپاره مرسته شوې پيسې هم همداسې شوې، چارواکو د ماشینونو، چپرکټونو، درملو او ان د کاغذ تشناب څخه هم پيسې غلا کړې خو د یوه محکمه يې چا ونه ليده.

ملت دا هرڅه ويني، ملت ګوري چې چارواکي هره شېبه د افغانستان شتمني غلا کوي، په هنر ممکن فرصت کې غلا کوي او سبا بله ورځ بيا په اروپا کې نېغ ګرځي، نو دا خلک به ددې چارواکو کوم ذهنيت ترلاسه کړي.

اول بايد پوښتنه ددې لويو غلو څخه وشي، دوی دومره غلاوې کړې دي چې په دې باندې د افغانستان سرنوشت بدلېده، دا پيسې چې چارواکو غلا کړې نن به د افغانستان حالت دا نه و، نن به په ۲۱ پېړۍ کې زموږ پلازمېنه کابل بې برېښنا نه و.

خو هېڅوک ددې چارواکو غلا جدي نه نيسي، ځکه نور ددوی غلا عامه شوې ده، ان نور دوی ته دا د شرم خبره هم نه ښکاري، ځکه خو که دوی هر ډول غلا وکړي څوک څه نه وايي او که بيا خلک کوم دارالمعلمين چور کړي نو بيا ټول راویښ شي او لعنت ویل پيل کړي.

پکار ده هغه چارواکي هغه مسولین چې ددې څخه يې لويې غلاوې کړې دي لومړی د خپلو دندو لرې شي بيا محکمې ته راکش شي، که دوی د ولس حق نه وی خوړلی نن به ولس هم دې ته نه مجبور کېده چې چور وکړي، دوی لومړۍ درجه مسول دي او بايد تر ټولو د مخه دوی کلکه سزا وويني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.