The news is by your side.

د طالب بریدونو او د حکومت وعدو د کندهار انار د حیواناتو خوراک کړل

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې پر دې د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو او د حکومت درواغجنو وعدو د دوی لسګونه ټنه انار د حیواناتو خوراک او وراسته کړل.

دوی خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې سږ کال به د هوايي دهلېز له لارې انار بهر ته لېږدوي، خو په خبره یې، پر دې ولسوالۍ د وروستیو جګړو له امله د ځمکې لارې هم ورباندې وتړل شوې.

حبیب الله د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او د انارو باغوان دی، هغه وايي: (( سږ کال مو د انارو حاصلات زیات و، خو د انارو د پخېدو موسم سره هممهاله طالبانو پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل، امنیتي پوستې یې ونیولې او لویې لارې یې هم په میاینونو فرش کړې، موږ مجبور شولو چې ښار ته کډه شو او د انارو لس جریبه ډک باغ مو پرېښود.))

هغه پر حکومت هم نیوکه کوي چې د انارو د صادراتو لپاره یې د هوايي دهلېز وعده ورسره کړې وه، خو په دې درواغجنو ژمنو یې هیڅ عمل ونه کړي.

شمس الله هم د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د تابین کلي اوسېدونکی او د انارو باغوان دی، هغه وايي: (( سږ کال د پخوا په پرتله د انارو حاصلات ښه وو، موږ خوشحاله وو، چې په ښه بیه به یې خرڅ کړو، خو د جګړو له لاسه د خپل ځان غم اخیستي یو، د انارو ډک باغونه مو پرېښودل، چا چې لږ و ډېر حاصلات ترلاسه کړل هغه یې هم ځايي سوداګرو ته په نیمه بیه ورکړل.))

هغه زیاتوي، چې ولسمشر غني تېر کال کندهار ته د خپل سفر پر مهال ورسره ژمنه کړې وه، چې د اناور په شمول به د دې ولایت وچې او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې بهر ته صادرېږي، خو په خبره یې دا تشې وعدې وې.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین هم د باغدارانو ستونزي پر ځای بولي او وایي، چې حکومت د انارو لپاره د هوايي دهلېز په تړاو په خپلو کړیو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

چارواکي همدا راز پر وسله والو طالبانو هم نیوکه کوي چې د ارغنداب په شمول یو شمېر ولسوالیو باندې د وروستیو بریدونو له امله یې ډېری خلک د خپلو پرېښودو ته اړ شول او خپل ډک باغونه یې په میدان پرېښودل.

د کرهڼې، مالدارۍ او ابو لګولو وزارت سږ کال د کندهار د انارو حاصلات تر ۱۹۰ زره مټریک ټنه پورې اټکل کړي وو، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی پکې راغلی.

د کندهار ارغنداب د انارو له پلوه تر ټولو مشهورو ولسوالۍ ده، وسله والو طالبانو یوه نیمه میاشت مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل او یو شمېر کلي یې ونیول.

د دې نښتو له امله نږدې اووه زره کورنۍ بې ځایه شوې او د انارو زرګونه جریبه باغونه یې له حاصلاتو ډک پاتې شول، چې ډېره برخه یې ضایع شول.

د وسله والو طالبانو لخوا پر ارغنداب ولسوالۍ بریدونه یوه ناڅاپي پېښه وه، تمه نه کېده، چې خلک به د جګړې له امله خپل کلي پرېږدي؛ خو د هوايي دهلېزونو په تړاو د حکومت وعده د خلکو هیلې خاورې کړې او د انارو له حاصلاتو یې هغه ډول نتیجه ترلاسه نه کړه، کوم چې تمه یې کېده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.