The news is by your side.

په غزني او زابل کې موټر بم بریدونو ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، په غزني او زابل کې د موټر بم بریدونو له امله تر اوسه د ۳۱ کسانو د شهادت او ۴۶ تنو نورو د ټي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند د عامه نظم ساتنې پر یو کنډک موټر بم برید شوی دی.

د غزني روغتیا ریاست ویلي، په موټر بم برید کې دیرش تنه شهیدان شوي او ۲۴ نور ټپیان دي

د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ډيری یې افغان امنیتي ځواکونه دي.

له دې سره د زابل چاودنه کې د ولایتي شورا د رییس یو ساتونکی شهید شو او د ښځو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان په کې ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان سطحي ټپي شوی دی.

دا چاودنه نن سهار د زابل مرکز کلات ښار کې هغه مهال وشوه چې د ولایتي شورا رییس له کوره د شورا پر لور روان و.

د زابل روغتیايي مسولینو د ۲۲ ټپیانو له ډلې د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی

د یادو دواړو چاودنو مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د سولې مبهم برخلیک

په غزني او زابل کې په داسې حال کې موټر بم بریدونه کېږي چې تېر ماښام قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر خبر ورکړ، چې د بین الافغاني خبرو اترو پر کړنلاره افغاني لوري سره موافقې ته رسېدلې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي، د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د دوه زره شلم کال د نومبر مياشتې پر پنځلسمه نېټه په يوويشتو مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.

د ده په خبره، د طرز العمل تر لوستو وروسته يې يوه کاپي قطر ته ورکول شوې.

تر اوسه حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

خو د سولې خبرو سره هممهاله روانه جګړه او وحشي بریدونو عام افغانان سخت اندېښمن کړي او وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د دوی برخلیک به له تیارو سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.