The news is by your side.

حاجي عطاجان حقبیان له دریم مرګوني  بریده روغ وزي

خبریال ویبپاڼه/ نن سهار شاوخوا لس بجې د زابل د ولایتي شورا پر رییس حاجي عطاجان حقبیان د موټر بم چاودنه وشوه چې په پایله کې يې نوموړی له خپلو ساتوونکو سره ژوبل سوی او ګڼو نورو ملکي کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې

د زابل ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان وايي چې نن سهار لس بجې پرداسې مهال پرې چاودنه سوې چې خپل دفتر ته پر لارې وو.

عطاجان حقبیان وویل:

زه جوړ او روغ یم یوازي مې څو ساتوونکي ژوبل سوي دي چې حالت يې اوس ښه دی او هیڅ کله به د ای ایس ای غلامان و نه توانیږي چې موږ له خپلو موخو را وګرځوي زموږ مبارزه به لاهم دوام ولري؛؛

تیرو کلونو کې هم کله چې عطاجان حقبیان د زابل د ولایتي شورا رییس سوی دی دوه ځله ورباندې  زوروې موټر بم چاودنې سوې چې پر مهال يې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی عطاجان حقبیان له دې سره چې ورباندې ځانمرګي بریدونه سوي له یو شمېر وسلوالو بریدونو هم روغ وتلی

حاجې عطاجان حقبیان د خورا لوړ ولسي محبوبیت څخه برخمن دی او له دې پیښي وروسته یو شمېر د ټولیزو رسنیو کارونکو پر نوموړي برید غندلی

د دې پیښي وروستیو جزیاتو کې ویل سوي چې تراوسه پوري ۲۳ کسان ژوبل سوي او څلور کسه نور شهیدان دي د زابل د ولایتي روغتون مشر ډاکټر محمد داود مجیدي وايي چې د پیښي له ځایه دوی ته یو جسد او ۲۳ ژوبل کسان چې ښځې او ماشومان هم پکښي شامل دي ور وړل سوي تراوسه پوري د پیښي پړه چا پر غاړه نه دې اخیستې

پیښه د کلات ښار په داسې سیمه کې رامنخ سوې چې  هلته شخصي کورونه او د ملکي کسانو ګڼه ګوڼه زیاته وه ځکه نو ښايي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.