The news is by your side.

د برېښنا شرکت پر خپلو پور وړو برېښنا پرې کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، پر هغو کسانو به برېښنا پرې کړي، چې د برېښنا لګښت یې نه دی پوره کړی.

یاد شرکت وایي، چې که پوروړې ادارې، افراد او اشخاص د څو کلونو د برېښنا لګښتونه ادا نه کړي، برېښنا به پرې قطع کړي.

برېښنا شرکت وایي، چې زیاتې دولتي ادارې، افراد اشخاص د کلونو کلونو را په دې خوا د برېښنا شرکت پور وړي دي او باید خپل لګښتونه ادا کړي.

د افغانستان له برېښنا شرکت په زیاته کچه دولتي ادارې، ولایتي چارواکي او زور واکي او یو شمېر وکیلان درانه پور وړي دي.

د برېښنا شرکت وایي په ولایتونو کې یې هم د برېښنا د پور وړو لېستونه برابر او پلاوي یې ور ولېږل خو بیا هم ټولو د برېښنا لګښتونه په بشپړه توګه نه دي ادا کړي او دا ځل اخطار ورکوي چې د نه ادا کولو په صورت کې به پرې برېښنا قطع کوي.

اوس مهال د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون زیات شمېر ولایتونو ته برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېرل کیږي، برېښنا شرکت اړ دی چې د برېښنا د لګښتونو د پیسو له لارې افغانستان ته د راتلونکې برېښنا پیسې اړوندو هېوادونو ته پرې کړي، خو یو شمېر زور واکي چې د برېښنا شرکت لوی پور وړي دي د برېښنا لګښتونه پر خپل وخت نه ادا کوي.

د هوا په سړېدو سره یو ځل بیا په کابل او یو شمېر ډېرو سړو ولایتونو کې د برېښنا د مصرف پر زیاتېدو سره پرچاوي زیاته شوې.

د کابل ځینې سیمې داسې هم دي چې په اوونیو اوونیو یې برېښنا ورکه ده او زرګونه کورنۍ په دې سړه هوا کې له برېښنا بې برخي دي.

د برېښنا شرکت یې لامل زیات مصرف او په هغو ګاونډیو هېوادونو کې د اوبو کموالی بولي چې افغانستان ته یې برېښنا راځي.

د افغانستان د برېښنا شرکت په دوبي کې ویلي وو چې د برېښنا ستونزې حل لپاره به له ازبکستان هېواد برېښنا واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.