The news is by your side.

وزیرستان کې بیا د پاکستاني پوځ ضد پرلت پيل شو

  خبريال وېبپاڼه/ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ظلمونه نه خلاصېږي، تازه ددغې سیمې خلک د پاکستاني پوځ په هغه جنايت باندې پرلت کوي چې يو تنکی پښتون زلمی یې په شهادت رسولی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونو دا زلمی چې عبدالقدوس نومېږي تېره ورځ هغه مهال شهيد کړ کله چې د خپلو خپلوانو  يوې ښادۍ ته روان و، د‌ سيمې خلک اوس پاکستانی پوځ ته په دې غوسه دي چې ان ددې قضيې په وړاندې عريضه کول هم نه مني.

پوځ خپل هر وژلي ته ترهګر وايي
د سیمې اوسېدونکي چې اوس یې دغلته پرلت اعلان کړی دی وايي پاکستانی پوځ هغه هرڅوک چې ووژني د هغوي د تحقيق لپاره هېڅ لاره نه پرېږدي، بلکې وايي چې دوی بغير د ترهګرو څوک نه وژني، پوځ وايي دوی چې څوک ووژني خامخا به ترهګر وي.

اوس چې دلته پښتنو خپل مړی راوړي دی او پرلت یې پيل کړئ دی د پاکستاني پوځ يو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې دوی د يوې جرګې له لارې منلې ده چې دا یوه غلطی وه.

خو پرلت وال وايي چې پاکستاني پوځ لومړی انکار کاوه چې دا زلمی دوی نه دی وژلی، بلکې ویل یې چې دا یې هلته په يوه ځای کې موندلی نور یې په روغتون کې پرېښی او تللي دي، خو کله چې ددوی فشار ورباندې زيات شو نو اوس غواړي وايي چې دا کس يو ترهګر و.

محسن داوړ وايي پوځ دې ځان اصلاح کړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم دې پرلت ته راغلي و او په پاکستاني پوځ یې غږ وکړ چې که دلته حکومت کول غواړي نو ځان به اصلاح کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دلته راغلي دي او د پښتنو د عدالت د هرې چيغې ملاتړ کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي چې پښتانه هېڅ ځاي یوازې نه دي او چېرته چې د پښتون په وړاندې ظلم او زیاتی کېږي نو دوی به د هغه په وړاندې درېږی.

د سيمې اوسېدونکي چې پاکستاني پوځ ته سخت په غوسه دي وايي تر هغه به خپل پرلت ته دوام ورکوي چې د پاکستاني پوځ پوځیان کوم چې په دې قتل کې لاس لري محکمې او عدالت ته ونه سپارل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.