The news is by your side.

غني او طالب د یوې سیکې دوه مخونه

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم خبریال وېبپاڼې څه موده مخکې له سولې د افغانستان د ولسمشرۍ پر څوکۍ د ناست واکمن محمداشرف غني د مخالفت په اړه خبر خپور کړی و، خو اوس تازه د بي بي سي پښتو څانګې ته له ارګه داسی معلومات په لاس ورغلي چې ولسمشر غني نه غواړي د سولې پروسه پر مخه ولاړه شي.

د بي بي سي پښتو څانګې ته د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا کې یوې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، د غني د مخالفت له امله د طالبانو او افغاني لوري تر منځ د خبرو د کړنلارې د هوکړې لاسلیکېدل ځنډېدلې دي.

سرچینو زیاته کړې، د طالبانو او افغاني لوري د خبرو د اساس په توګه یې پر څلورو عناصرو هوکړه کړې وه، خو غني نه ده منلې.

بل خوا دوحه کې د طالبانو سیاسي‌ دفتر ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کړنلاره د روانې نومبر میاشتې پر پنځلسمه نېټه وروستۍ شوې او دواړو لوري پر موافق شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، دا طرز العمل د نومبر پر ۱۷مه نېټه د دواړو پلاو په غونډه کې ولوستل شو،‌ د دواړو خواو لخوا تایید شو او یوه نسخه یې د خبرو کوربه هېواد (قطر) ته هم وسپارل شوه.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې اساسي قانون او د سولې لویې مشورتي جرګې د سولې خبرو چوکاټ او د افغانستان د دولت د خبرو د پلاوي کاري اصول ټاکلي دي.

له دې وړاندې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان دولت مرکچي پلاوي ځینو غړو هم په دې مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کړې وه.

بل خوا د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي ویلي، چې د افغانستان مرکچي پلاوي ته د خبرو چوکاټ د افغانستان اساسي قانون او مشورتي لویې جرګې ټاکلي دي.

صدیقي څو ورځې وړاندې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دوحه کې د سولې روانو خبرو کې تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

غني ولې سوله نه غواړي؟

غني په دوو دلایلو سوله نه غواړي، لومړی دا چې د روانې جګړې هیڅ زیان نه ویني، کورنۍ یې بهر کې ده، شتمني یې بهر ده، کاروبار یې له هېواده دباندې روان دی، اولادونه یې خارجي پوهنتونونو کې زده کړې کوي او په دې اوږده ناولې جګړه کې یې حتی د پزې د وینې کېدو په شان زیان هم نه دی لیدلی، ځکه قرباني ټوله دا بېچاره ولس ورکوي.

که غني وایي، چې زمونږ څوارلس کلنې لاس ته راوړنې او ګټې باید تر پښو لاندې نه شي او هغو ته لا پرمختګ ورکړل شي. نو کومه لاس ته راوړنه؟ په دغه تېرو څوارلس کالونو کې یوازې د دولت  لاسته راوړنې، یو څو تلوېزیونونه، مدني ټولنې، غلا، اختطاف، مخدره توکي، اداري فساد او بلاخره دځوانانو قاچاقی تیښتی اوداسی نور دي.

طالب ولې سوله نه غواړي؟

طالبانو دوه لسیزې جګړه وکړه، ښه نظامي قوت یې درلود، له خارجي هېوادنو په تېره ګاونډي هېواد پاکستان څخه بېسارې مرستې ورسره کېدې، خو امریکا سره د سولې خبرو د پیل تر مخه یې نه یوازې نظامي قوت بایللی و، بلکې هیڅ سیاسي وزن یې نه درلود، ولې کله چې امریکا سره د سولې خبرو میز ته کښېناستل، ځان په یو ډول غره ورته ښکاره شول، چې هر څه دي دوی دي، نړۍوالو وپېژندل، سیاسي موقف یې پیدا کړ، د سیمې هېوادونو ته یې تګ راتګ شروع کړ. اوس ځکه له سولې وېرېږي، چې که سوله وکړي، نو اوسنی قوت او سیاسي وزن به بایلی او له امتیاز اخیتسو پرته به ټوپک په ځمکه ږدي، بیا به نه د نړۍوالو پام و اوړي او نه به حکومت چندان ارزښت ورکوی، ولس ته خو هسې شرمېدلې ډله ده.

حل لار څه ده؟

نور باید طالب او غني په دې پوه شي چې د افغانستان جګړه په جګړه نه ګټل کیږی او یوازېنۍ لار سوله ده چې کولی شی افغانان له بدبختیو او بهرنیو له حضور خلاص کړی.

جګړه کې یواځې وطن ورانیږی او بې ګنا خلک او افغانان خپل منځ کې وژل کیږی، پایله یې څه ده؟

پایله او ګټه یې د بهرنیو استخباراتی ډلو ده چې نه غواړی افغانستان کې خلک د ارام ساه واخلی.

که څه هم د واک د بقا لپاره د غني مخالفت او د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د طالبانو ناروا غوښتنې او د حرامې جګړې دوام له سولې سره دښمني بلل کېده، خو اوس ټول افغانان په دې پوه شول، چې طالب او غني د یوې سکې دوه مخونه او د سولې اصلي دښمنان دي.

اوس نو یو داسې قوت ته اړتیا ده چې د واک غځېدل یې له سولې سره تړلي وي، نه د جګړې له اوږدولو سره. دا ډله به یا د امنیتي ځواکونو مخکښان وي او یا د وطن په درد دردمند سیاسي مشران او د احزابو غړي، چې وکولای شي، د دې سکې (غنی او طالب) دواړو مخونه ور تور کړي او وطن د پرمختګ د یو نوي پړاو پر لور رهي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.