The news is by your side.

بشري حقونو کمیسیون: په هېواد کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په دې وروستیو کې پر خبریالانو، د بشري حقونو پر فعالاتو او ملکي وګړو بریدونه ډېر شوي دي او دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د یاد کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او ټول په یوه خوله د تاوتریخوالي بندېدو غوښتنه کوي.

نوموړې ویلي، چې هېواد کې د هدفي وژنو پر زیاتوالي اندېښمن دي او دوی هیله لري چې هر څه ژر پر ملکي اهدافو بریدونه پای ته ورسېږي.

اکبر په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لوریو غوښتنه کړې ده چې د تاوتریخوالي کمښت باید لومړیتوب وګرځوي، څو نور هیڅ یوه افغانه کورنۍ خپل عزیزان له لاسه ورنه کړي او یو دایمي ثبات رامنځته شي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون طالبانو تایید کړه چې د بین الافغاني مذاکراتو پر کړنلاره له افغان حکومت سره موافقې ته رسېدلي دي، خو اوس راپورونه خپاره شوي چې ولسمشر غني د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې خبرو د کړنلارې له لاسلیکېدو سره مخالفت کړی دی.

سرچینې وايي، د غني د مخالفت له امله د طالبانو او افغاني لوري تر منځ د خبرو د کړنلارې د هوکړې لاسلیکېدل ځنډېدلې دي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو او افغاني لوري د خبرو د اساس په توګه یې پر څلورو عناصرو هوکړه کړې وه، خو غني نه ده منلې.

 دوحه کې د طالبانو سیاسي‌ دفتر پرون ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کړنلاره د روانې نومبر میاشتې پر پنځلسمه نېټه وروستۍ شوې او دواړو لوري پر موافق شوي دي.

د سولې خبرو سره هممهاله روانه جګړه او وحشي بریدونو عام افغانان سخت اندېښمن کړي او وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د دوی برخلیک به له تیارو سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.