طالبانو کندهار کې نږدې یو نیم لک ماشون د پولیو له واکسینه بې برخې کړې
خبریال وېبپاڼه/ د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، طالبان د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي، چې له امله یې زرګونه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست د پولیو د بېړني عملیاتي مرکز مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا خبریال وېبپاڼې ته وویل، میانشین، خاکرېز، غورک، شورابک، معروف، ریګستان او ارغستان هغه ولسوالۍ دي چې وسله والو طالبانو پکې د پولیو ضد واکسین کمپاین په مطلق ډول بند کړی دی.
هغه زیاتوي، د طالبانو د مخالفت له امله د یادو ولسوالیو یو لک اته دېرش زره دوه سوه او دېرش کوچنیان د پولیو له واکسینه پاته کېږي.
د نوموړي په خبره، په تېرې اکتوبر میاشت کې په کندهار کې د دې ناروغۍ څلور ورځنی کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د پنځه لکه اووه شپېته زره اته سوه او شپږ څلوېښت هدف ګرځول شویو ماشومانو له جملې یوازې درې لکه پنځه اتیا زره اته سوه او نوي ماشومانو ته دغه څاڅکي ورسېدل.
په ټول هېواد کي تر اوسه د پولیو ناروغۍ ۵۳ مثبتي پېښي ثبت شوې دي، چې تر ټولو زیاته برخه ۳۵ پېښې یې په جنوب لویدیځي حوزه کې ثبت شوې دي او له دې جملې ۱۳ هغه یې کندهار پورې اړوندې دي.
بل خوا مسوولین خبر ورکوي، چې راتلونکو ورځو کې به په جنوب لویدیځه حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین تازه کمپاین پیل کړي، خو لا هم وسله وال طالبان په دې نه دي راضي شوي چې تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې د دغه کمپاین تطبیق ته اجازه ورکړي.
یوازې کندهار نه دی، چې د طالبانو لخوا د پولیو واکسین ضد کمپاین د بندولو راپورونه ترې ورکول کېږي، میدان وردګ، لغمان، ننګرها، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم طالبانو د دې واکسین د تطبیق مخه نیولې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کره شواهد موجود دي چې دا ډله د پولیو ناروغۍ ضد واکسین مخنیوی کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.