د وردګو مڼو لپاره ٧١ سړې خوني جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د میداح وردګ ولایت د مڼو د ساتنې لپاره  ٧١ سړې خوني جوړیږي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د مڼو لپاره د سړو خونو د جوړلو چارې ٧٠ سلنه سرته رسیدلي دي.

مسؤولین وایي دا سړې خوني د ١٧٤ میلیون او ٦٠٠ زره افغانیو په لګښت جوړیږي او د دې بودجې ٩٠ سلنه کرنې وزارت ورکوي او پاتې لس سلنه د ګټه اخیستونکو بڼوالو له لوري پرې کیږي.

دا په داسې مهال ده چې روان کال تېر دوبي موسم کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي وو، چې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې به دولس زره سړې خوني او د کرنیزو توکو زېرمې جوړې کړي.

یاد وزارت ویلي وو، چې سړې خوني او د کرنیزو توکو زېرمې په ټولو ٣٤ ولایتونو کې د ٥,٨ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د دې سړو خونو او کرنیزو توکو زېرمو د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي. چې اوس مهال یې د ځینو سړوخونو جوړېدو چارې تر بشپړتیا رسېدلي.

افغان حکومت د سړو خونو د جوړېدو پروژې شپږ میاشتې وړاندې له کرونا ویروس له خوندیتوب نه د قرنطین په موده کې پیل کړې وې او په یو شمېر ولایتونو کې یې لسګونه سړې خونې او زېرمې جوړې کړې.

د افغانستان کرنیز توکي سبزي او مېوه جات د سړو خونو او کرنیزو توکو د زېرمو د نه شتون او پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو له کبله خوسا کیږي، اوس سوداګر او کروندګر خوښ دي، چې کرنیز محصولات به یې له خوسا کېدو او خرابېدو ژغورل شي خو نیوکه لري چې سړې خونې او زېرمې هم د زور واکو له لوري په خپله خوښه وېشل کیږي او دوی بیا هم مجبور دي چې د خپلو کرنیز محصولاتو څخه په دودیز ډول ساتنه وکړه.

سږ کال د کرونا وبا نه د مخنیوي پر بهانه پاکستان وار وار له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې چې له کبله یې په سلګونه ټنه کرنیز محصولات، سبزیجات او مېوه جات خراب او خوسا شول، خو د سړو خونو او زېرمو په جوړېدو سره به دا ستونزه څه نا څه حل شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More