د غوره شخصیت ۲۸ ځانګړنې
خبریال وېبپاڼه/ د انسان شخصیت د هغه تر ټولو لویه پانګه ده، د دې لپاره، چې موږ هم له دغې پانګې برخمن شو، دلته ځینې ځانګړنې بیانوو، چې کولای شو، په خپل ځان کې یې پیدا کړو:
د با شخصیته انسان له کړنو او خبرو څوک اندیښنه نه لري.
د موټر چلولو پر وخت یې چا ته مزاحمت نه پيدا کیږي.
پرخپل قول او وعده ولاړ وي.
کینه پخپل ذهن او وجود کې نه پریږدي.
بې انصافي نه کوي.
دومره ځانته درناوی لري، چې هیچا سره خیانت نه کوي.
د ځان په اړه فکر کوي او خپلې تېروتنې اصلاح کوي.
که پینځه دقیقې هم وعدې ته په ځنډ رسیږي، وعده ورکونکي خبروي او بښنه غواړي.
خلک یې له نقد څخه نه وېریږي، ځکه تخریبي نه وي.
د ګل پرمخ د شبنم لیدو لپاره وخت بېلوي.
فکري ثبات لري، له خپل دریځه بې ځایه نه اوړي.
انسان په ښو او بدو نه وېشي؛ بلکې د ضعف او قوت نقطو په نوم یې هرڅه مني.
فکري مخالفین یې هم د اخلاقو ستاینه کوي.
د خبرو پرځای پخپل چلند خلک له ځانه اغېزمنوي.
د نورو د زغملو او فکري مخالفت زغم لري.
فکري اختلاف ته په ارزښت قایل وي او څوک نه تخریبوي.
چاپلوس نه وي.
پرخپل نفس پوره حاکم وي.
د ځان لوړ ښودلو لپاره نور نه تورنوي.
یو کار کوي، خو ښه سم یې کوي.
خپل هدف پسې ځي، نه د چا په قضاوتونو پسې.
د منصب شوقي نه وي.
مالي سرچینې یې فکر او عمل نه بدلوي.
سیاست نه د مالي وسیلې په توګه کار نه اخلي.
د نورو په پریوتو کې خپل پرمختګ نه لتوي.
دروغ نه وایي.
کار او زحمت یې خوښیږي.
چا ته ځان کم نه راولي، مطلب مفت خوري نه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.