The news is by your side.

مرګ پر پنجاب، چمن کې پنجابي ملېشو په پښتنو حمله وکړه

خبريال وېبپاڼه/ په چمن کې پنجابي ملېشو او پوځ په پښتنو ډزې کړي دي او ګڼ شمېر عام او بې ګناه پښتانه یې ټپيان کړي دي.

په سيمه کې ولسي وګړي سخت په غوسه دي او د پنجابي پوځ خېمو او عسکري دفترونو ته یې اور ورته کړی دی، خلک له کنټرول څخه وتلی او پاکستاني پوځ لاره ورکه کړې ده، پښتانه د پاکستاني پوځ د قتل عام په وړاندې راټول شوی او په سيمه کې د پنجابي پوځ په وړاندې درېدلي دي.

پاکستاني پوځ نا ببره په پښتنو برید کړی دی، د پنجاب پوځ ته په دې سيمه کې د پښتنو يووالی د منلو وړ نه‌ دی او دلته يې سره راټول او متحد پښتانه نه دي خوښ، پنجابي پوځ په دې پښتنو بريد کړی دی، په ځواب کې یې د خلکو شمېر زیات شوی دی او د پنجابی جابر او ظالم پوځ په وړاندې یې مقابله پيل کړې ده.

په سيمه کې اوس د پنجابي ملېشو په وړاندې مقاومت روان دی، ددوی خېمې او ځايونو ته اور ورکړل شوی دی، خلک راټول دی د پنجابي پوځ په وړاندې یې سر پورته کړی دی او پنجابي پوځ ته ټوله سيمه پر اور بدله شوې ده.

پنجابي پوځ په دې سيمه کې په داسې حال کې په بې وسلو پښتنو بریدونه کوي چې تېره ورځ دلته پښتنو یوه تاریخي غونډه درلوده، په دې غونډه کې پښتنو خپل يووالی اعلان کړی و او ويلي یې و چې څوک هم د پښتنو د محوه کولو نيت لري په وړاندې به یې دریږي.

د سيمې څخه خبريال ته تازه رارسیدلي معلومات ښيي چې اوس د خلکو د پاڅون سره ځينې پنجابيان هلاک شوي دي او ځينې نور یې ټپيان دي، بله برخه پنجابيان بيا د سیمې څخه په تېښته دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.