The news is by your side.

د چمن غونډې پاکستان ته ټکان ورکړ، پر پښتنو یې حمله کړې

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني پوځ نن مازدیګر ناوخته په چمن ښارګوټي کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر پښتنو ډزې کړي دي.

په سیمه کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي، چې ځیني بې وسه پښتانه ټپیان شوي دي چې لا یې دقیقه شمېره نه ده روښانه.

ویل کېږي، چې مسافرو د چمن – سپین بولدک د لارې د خلاصیدو غوښتنه کوله، خو داسې ښکاري چې صبر تمام شوی او پر دروازه یې د افغانستان لوري ته د اوښتو هڅه کړې ده.

 دې نښته کې د ځینو کسانو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر مسافرو ژوبل شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، د پاکستاني پوځیانو او پښتنو مسافرو ترمنځ وضعیت خراب شو او احتجاج کوونکو هلته ځینو تاسیساتو ته اور ورته کړ.

دا پېښه په داسې  حال کې  کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر تللی و او هلته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه غونډه کې ګډون وکړ او د پاکستاني پوځ خلاف یې څرګندونې وکړې.

داسې ښکاري چې د چمن غونډې پاکستان ته سخت ټکان ورکړ او وارخطا یې کړ، ځکه یې نن پر پښتنو برید وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.