The news is by your side.

داوړ؛ کوم قانون اجازه درکوي چې په بې وسلې پښتنو حملې کوی؟

 خبريال وېبپاڼه/ په چمن کې د پنجاب له لوري د پښتنو په عام وژنه د محسن داوړ غبرګون هم راغی، نن په چمن کې پنجابي پوځ او ملېشو په عامو پښتنو حمله وکړه او ګڼ شمېر بې وسلې عام پښتانه يې شهيد او ټپيان کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ په چمن کې د رامنځته شوي قتل عام په هکله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او په پاکستاني پوځ يې سختې نیوکې کړې دي.

داوړ د قانون لاره نیولې او د پاکستان د پوځ څخه یې پوښتلي دي چې تاسې ته قوم قانون دا اجازه درکوي چې بې وسلې خلکو ډزې او حمله وکړئ.

پنجاب په بې رحمانه ډول د پښتنو وژنې ته دوام ورکوي
محسن داوړ د پښتون وژنې په هکله ويلي چې پاکستان اوس هم په ډېر بې رحمانه ډول سره د پښتنو وژنې ته دوام ورکوي.

کلونه کېږي پښتانه د پاکستان د حکومت څخه دا غوښتنه کوي چې ددوی بې رحمه وژل بند کړي، که دوی څه جرم کړی وي د همغه يو شخص سره دې د قانون په بنسټ معامله وکړي، خو د پنجاب پوځ ته د پښتون دا ناره د بې وسۍ ناره ښکاري او په خندا او تکبر سره د پښتون نسل وژنې ته دوام ورکوي.

حمله کوؤنکي پوځیان به ونيول شي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ همدا راز دا پوښتنه مطرح کړې ده چې د پاکستان حکومت به هغه پوځيان ونسي کومو چې نن پښتانه په بې رحمه ډول د یوه سر قتل عام کړل.

د پنجاب کبر
د پښتنو سره د پنجاب د ظلم او کبر د تاریخ څخه ښکاري چې هېڅ پاکستانی پوځي به د پښتنو په وژنه ونه نیول شي، بلکې لا به ونازول شي، ځکه پښتون وژنه د پنجاب د حکومت رسمي دريځ او پاليسي ده.

پنجاب لومړی هېڅ د پښتنو وژل نه مني، هغوی په رامنځته شوې پېښه ځان بېخي بې خبره ښيي، بيا یې کله ومني نو وايي چې دا خلک ترهګر و، نو ددې ډول متکبر پنجاب څخه د عدالت هيله نه پيدا کېږي.

تېره ورځ هم پنجابي پوځ يو پښتون زلمی چې تراوسه تنکی ځوان و بدون د کوم معقول سبب څخه په شهادت ورساوه، د همدې ځوان سره د پنجاب د پوځ رويه همداسې وه، چې د سيمې خلکو ته یې لومړی ويلي و چې ددې ځوان مړی دوی وموند يانې دوی هېڅ خبر نه دي چې دا چا‌ وژلي دی، وروسته چې کله ورباندې فشار زيات شو دا یې ومنل چې دوی دا پښتون زلمی شهيد کړی دی خو دا ځل یې دا ورسره وتړل چې دا زلمی ترهګر و.

پنجاب د پښتنو په وړاندې د خپل ظلم څخه د په شا کېدو نیت نلري، بلکې لا هم په دې نيت کې دی چې د یوه سره پښتانه قتل عام کړي، پښتانه باي نور د پنجاب په وړاندې منسجم شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.