The news is by your side.

کندهار کې د خرما باغونه؛ ایا د کوکنارو د کښت مخه به ونیسي؟

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د خرماوو بڼونو دودولو او خرماوو بڼونو جوړولو ته د خلکو هڅونې لپاره په دریوو ولسوالیو کې د خرماوو د ۲۵ جریبه سوداګریزو بڼونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د کندهار د کرهڼې رییس سیدحفیظ الله سیدي خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې دا پروژه دوه میلیونه افغانۍ لګښت لري، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په دریو ولسوالیو کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي او په خبره یې، دا لړۍ ددې ولایت د دامان له ولسوالۍ څخه رسماً پیل شوه.
هغه زیاتوي، دغه بڼونه په دې ولایت کې د خرماوو «کجورو» بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په موخه جوړیږي.
د نوموړي په وینا، ددې ترڅنګ د کندهار د کرهڼې ریاست هغو بزګرو ته چې، د خرماوو ونو بڼونه لري د خرما ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.
په یو شمېر ولایتونو کې د کرهڼې وزارت لخوا په ازمایښتي ډول د خرماوو بڼونه جوړې شوي دي.
د چارواکو په خبره، خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کو او هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماوو پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
حکومت د کوکنارو د بدیل هڅه کوي
حکومت هڅه کوي چې د خرما، بادامو، پستې او یو شمېر نورو بوټو د باغونو د جوړولو په مرسته د کوکنارو د کښت مخه ونیسي، خو د کندهار په شمول یو شمېر نورو ولایتونو کې لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کیږي، په هلمند کې لا څلور فصله د کوکنارو د کرلو راپورونه ورکول شوي دي.
د کندهار ژړۍ، میوند، پنجوايي، غورک، نېش، میانشین، خاکرېز او شاه ولیکوټ هغه ولس دي چې لا هم بزګران پکې کوکنار کري او د حکومت دا هڅه ناکامه ده چې غواړي خلک د کوکنارو د بدیل کښت کرلو ته وهڅوي.
خلک وایي، د نورو کښتونو په نسبت له کوکنارو زیات عاید لاسته راوړي، ښه خرڅېږي او بازار یې ګرم دی، ځکه یې د دې کښت کرلو ته مخه کړې ده.
دا چې په کندهار ولایت کې د خرما باغونه جوړول به څومره د کوکنارو د کرلو مخه ونیسي، لا معلومه نه ده، ځکه څو څو ځله دا هڅه شوې خو سمه نتیجه یې نه ده ورکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.