The news is by your side.

۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان له پوځي زدکړو فارغ شول

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۰ ښځینه وو په ګډون ۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدکړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

له یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو سرتیرو او بریدملانو پرمختللې پوځي زدکړې ترسره کړې او له هر پلوه د خلکو د ځان او مال دفاع ته چمتو دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه به په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي.

د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ده، دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په بېلابېلو ډګرونو کې میشت شي.

د دفاع وزارت مسوولینو د یادو سرتېرو او بریدملانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، طالبانو د جګړې په ډګر کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماتې خوړلې، خو په وینا یې، طالبان د ماتې د اعتراف شجاعت نه لري او پر ملکي وګړو او عمومي ځایونو او بنسټونو بریدونه ترسره کوي.

د دوی په وینا، طالبان له دین څخه په ناسم قرائت سره په دننه او بهر کې د اسلامي علماوو له جدي عکس العمل سره مخ شوي، د خلکو پر وړاندې منفور شوي او کړنې یې د دیني علماوو په منځ کې هم مردود دي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې د ښځو شتون

ملي دفاع وزارت وايي، د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مېرمنو شتون ددې لامل شوی دی چې طالبان ددې توان ونه لري چې پر افغان ښځو محدودیت وضع کړي او په خبره یې، په دې لیکو کې ښځینه نه یوازې د ټولو افغان ښځو لپاره بېلګې دي، بلکې په نړیوالې الګو بدل شوي او په ډیری نړیوالو کنفراسونو کې د دوی شتون او وړتیا ستایل شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.