The news is by your side.

غني او چاپیرکسان سوله له خنډ سره مخ کوي

خبریال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې هم پر  افغان ولسمشر داسې ادعاوې ترسره سوې چې نوموړی نه غواړي  افغانستان کې سوله راسي او د سولې په وروستیو هڅو کې خنډونه جوړ وي

مشهوره امریکايي ورځپانې نیویارک ټایمز ویلي چې غني او تر هغه چاپیر ټیم د سولې پروسه کې  خنډونه اچوي سرچینه وايي چې د طالبانو او دولت ترمنځ توافق سوی وو، خو ولسمشر يې مخالفت کړی

دوه ورځې وړاندې دوحه کې د طالبانو او  دولت ترمنځ ۲۱ ماده ییزه طرزالعمل جوړ سوی او تمه وه چې بین لافغاني خبرې به پیل سي خو ویل کیږي چې غني يې مخالفت کړی

دې ورځپاڼې زیاته کړې  چې خپله اشرف غني او هغه ته نژدې کسان د سولې له دې کړنلارې سره مخالفت ښودلی او په یوه ډول نه یو ډول دسولې په شته موقع کې خنډونه جوړوي

مالومات وايي ښايي د ولسمشر غني د مخالفت دلیل د تاوتریخوالي ډېرېدل وي او یا هم غواړي چې په دې توګه د سولې روانې هڅې وځنډوي، څو په امریکا کې واک له ټرمپ جو بايډن ته ولېږدول سي.

که څه هم په قطرکې  افغان دولت او طالبان د سولې خبرو د پیل اجنډا ته نژدې سوي خو  په افغانستان کې روان تاوتریخوالي هم خلک اندېښمن کړي او د دولت په ګډون يې د یو شمېر سیمه ییزو غبرګونونه هم را پارولې وړاندې اونیو کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختې جګړې ترسره سوې چې پرمهال يې د ملیکانو په ګډون دواړه لورو ته درنې مرګ ژوبلې  هم وا وښتلې.

عام افغانان د سولې په نوم د روانې پروسې پر ټولو مواردو شک لري ځکه په قطر کې د طالبانو شتون او د دولت کوښښونو تراوسه پوري د هیڅ یوه افغان کورته سوکالي نه ده ور په برخه کړې  ځکه نو دوی اوس په دې اند دي چې  د سولې روانې هیڅ هسې یوه ټوکه ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.