The news is by your side.

افغان حکومت د فخري زاده په مړینه ایران سره خواخوږي وښوده

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده په مړینه د ایران حکومت او فخري زاده له کورنۍ سره خواخوږي وښوده.

یاد وزارت د محسن فخري زاده پر مړینه خواشیني وښوده او پر نوموړي یې برید وغانده.

اوس مهال د ایران له لوري د فخري زاده په مړینه په سبمه او نړۍ کې له نورو هېوادونو سره ناندرۍ پیل شوي او حکومت یې پړه پر امریکا او اسراٸیلو ور اچوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د اټومي ساینسپوه د وژلو په غبرګون ویلي وو، اسراٸیل د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژلو مسؤول دی.

بل لور بیا ایراني چارواکو ګوتڅنډنه کړې وه، چې د فخري زاده د وژلو بدل به حتماً اخلي.

محسن فخري زاده (جمعه ورځ) د نا معلومو وسله والو له لوري د ایران په تر ټولو خوندي دماوند ښار کې په ډزو ووژل شو.

له دې پېښې وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي یې د فخري زاده د ترور ګوته اسراٸیلو ته نیسي.

ایراني رسنۍ وایي، وسله والو لومړی یو موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته یې د فخري زاده موټر ته اور ورته کړ. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د فخري زاده ځینې ساتوونکي هم وژل شوي، فخري زاده بیا په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله مړ شو.

محسن فخري زاده د ایران د هستوي برنامو پلار بلل کېده او د ایران هستوي فعالیتونه د فخري زاده له لوري مدیریت او پر مخ وړل کېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.