The news is by your side.

ګیلاني وايي، غني د افغانانو په وینو سیاست کوي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلاني وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو په وینو سیاست کوي او د واک د غځولو لپاره د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.
نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي، اشرف غني نه باید د سولې په بیه د خپلې واکمنۍ پنځه کلنه دوره پوره کړي.
هغه د سولې لپاره د قربانۍ په ورکړې ټېنګار کړی دی او له ولسمشر غني یې غوښتي‌ چې بايد قرباني ورکړي.
سیدحامد ګيلاني ويلي، چې ولسمشر په کومې بیې د خپل واک پنځه کاله پوره کوي؟ په دې بیې چې هره ورځ ۳۰۰ کسان ووژل شي؟
نوموړي دغه راز د اوسني وضعيت پر بدلون ټېنګار کړی چې يا دې يو نوی جوړښت رامنځته شي او يا هم بايد درېيم وضعيت ته لاړ شو چې هر څه پکې جوړ شي.
د ملي محاذ ګوند مشر له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې ده چې د سولې بهير کې د رښتني ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې ولسمشر غني او شاوخوا کسان یې د سولې مذاکراتو مخ کې خنډونه جوړوي.
ورځپاڼې زیاته کړې، په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره توافق شوی و، خو د ولسمشر غني له مخالفت سره مخ شوی دی. سرچینه کاږي، ښايي د ولسمشر غني د مخالفت دلیل د تاوتریخوالي ډېرېدل وي او یا هم غواړي چې په دې توګه د سولې روانې هڅې وځنډوي، څو په امریکا کې واک له ټرمپ جو بايډن ته ولېږدول شي. عام افغانان په افغانستان کې د سولې له خبرو سره هممهاله روانه جګړه د اندېښنې وړ بولي او تمه ښيي چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي، څو افغان وژنه ودرېږي.
راپور: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.