The news is by your side.

تازه: افغان ځواکونو په غزني کې د پروني موټر بم برید طراح وواژه

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تیرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ ترهګرو سره ووژل شو.

یاد وزارت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل، حمزه وزیرستاني د یاد برید طراح و، چې تېره شپه د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ په “علي شیرخیل” کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري له اوو تنو جنګیالیو سره یې ووژل شو.

د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

تېره ورځ سهار د غزني ښار په درېيمه حوزه کې د عامه نظم د ساتنې پر کنډک يوه ځانمرګي چې په بمونو بار موټر کې سپور و ځان والوځاوه چې له امله يې يو دېرش تنه سرتېري شهيدان او څلرويشت نور ژوبل شول.

دغه بريد د درېيمې حوزې په قلعه جوز سيمه کې شوی و.

د غزني د عامې روغتيا رييس ظاهر شاه نېکمل ویلي و، چې په بريد کې يو دېرش تنه شهيدان او څلرويشت ټپيان ټول سرتېري دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت هم په پېښه کې د شهيدانو او ټپيانو شمېر همدومره ښودلې.

.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.