The news is by your side.

د غني ایران پلوی وزیر طاهر زهیر څنګه ناکام شو؟

خبریال وېب پاڼه/ د اشرف غني له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند وزیر محمد طاهر وزیر نن د ولسي جرګې څخه د باور رایې ونه ګټلې او ناکام ووت.

محمدطاهر وظهیر د باور ٧٨ رایې تر لاسه کړې وې، چې ویې نه شول کولی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څوکۍ پرې وګټي.

طاهر ظهیر یو ایران پلوی، جاسوس او د افغانستان تاریخي اثارو په غلا کې یې لوی لاس دربود چې خبریال وېب پاڼې یې په اړه شواهد او اسناد هم خپاره کړي وو.

د خبریال وېب پاڼې له لوري د طاهر ظهیر د غلا غدیو ایران دوستۍ، ناقانونه کیندنو، د تاریخي اثارو د پلور (۲۰) مورده اسنادو له خپرېدو وروسته نوموړی لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی وو.

دا راز طاهر ظهیر د بامیان ښار ماسټر پلان څخه ناوړه ګټنه، د ځمکې غصب، د تاریخي اثارو قاچاق او غیر قانوني کېندنه، د اتباعو تر منځ د مشارکت اصل ته پام نه کول او د پارلمان او لویې څارنوالۍ له احکامو څخه سرغړونه د نوموړي د جرمي دوسیې د مواردو مهم ټکي وو.

له یاده دې پاتې نه وي چې د طاهر ظهیر د فساد او جاسوسۍ په تور د خبریال وېب پاڼې له لوري د خپرو شویو شواهدو وروسته نوموړﺉ پر خبریال وېب پاڼې عریضه هم کړې وه، خو دا چې د نوموړي په اړه د فساد او جاسوسۍ تورونه ثابت ول، نو پر خبریال وېب پاڼې عریضه یې هم بیا ناکامه شوه.

د نظر خاوندان وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې یو له مهمو وزارتونو دی، چې یو داسې پردي جاسوس او غل ته سپارلو سره به د افغانستان فرهنګ او تاریخي اثارو ته لویه ضربه رسولې وه.

دا راز نن ولسي جرګې کې نوماند وزیرانو ته د باور رایې اچونې په لړۍ کې د ښار جوړونې وزیر محمود کرزی د ١٥٤ باور رایې په اخیستو، د ټولګټو وزارت ته نوماند نجیب الله یمین ١٤٩ باور رایې په اخیستو او د ملي امنیت رییس ضیا سراج د ٢٢٠ باور رلیې په اخیستو بېلا بېلې څوکۍ وګټلې.

 

د ایران پلوي‌وزیر طاهر ظهیر د غلا اسناد دلته وګورﺉ!

د ایران پلوي‌وزیر طاهر ظهیر د غلا اسناد دلته وګورئ !

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.