The news is by your side.

ننګرهار کې د طالب او داعش ځانمرګي بریدګر نیول شوي

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې دوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سره یو ځای نیولي دي.

دوی زیاتوي، چې یو ځانمرګی بریدګر د داعش او بل یې د طالبانو په ډلې پورې تړلی دی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل نن خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې یو عبد الله نومېږي، چې د طالبانو ډلې د برید لپاره چمتو کړی و او بل هغه ظهیر الله دی چې داعش ډلې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی و.

نیول شوي بریدګر رسنیو ته هم ښودل شوي دي.

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي، چې نیول شویو کسانو په کوم ځای کې د برید نیت درلود.

تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې په دغه تړاو څه نه دي ویلي.

له طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې کېدو وروسته په هېواد کې داعش ډله د سولې او ثبات د له منځه وړلو پر وړاندې ستر ګواښ بلل کېږي.

شنونکي په دې باور دي، چې که له طالبانو سره سوله کېږي، باید دا تضمین موجود وي، چې نورې ترهګریزې ډلې به په هېواد کې جګړو ته ادامه نه ورکوي، ځکه د دوی په باور ټولې ترهګریزو ډلو ته طالبان د بریدونه زمینه برابروي او کولای شي چې افغان حکومت سره تر سولې وروسته په دې خاوره کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

خو د سولې برخلیک لا هم معلوم نه دی، ویل کېږي چې ولسمشر غني او شاوخوا کسان یې په لوی لاس دغه پروسه له خنډونو سره مخ کوي او په یو ډول د طالبانو او افغاني لوري سره د مذاکراتو پر کړنلارې د هوکړې د لاسلیک مخه نیسي.

بل خوا طالب تر بل هر وخت جګړې ته دوام شدت ورکړي او د پلازمینې کابل په شمول په ډېری ولایتونو کې جګړه روانه ده، هلمند، ارزګان او کندوز ولایتونو کې د جګړې لمن لا تر ښارونو پورې رسېدلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance