The news is by your side.

کندهار کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو؛ خو ۷ ولسوالیو کې طالبان اجازه نه ورکوي

خبریال وېبپاڼه/ مسوولین وايي، په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین نن دوشنبه پیل شو، چې تر راتلونکې پنجشنبې به دوام وکړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر اشرف نادري خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به درې لکه پنځه اتیا زره اته سوه او نوي تنو تر پنځه کاله کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد دوه ـ دوه څاڅکي واکسین ورسېږي.

هغه همدار راز زیاته کړه، چې په دې کمپاین کې د شپږو میاشتو او یوه کال او یوه کاله تر پنځه کاله کم عمره پنځه لکه دوه شپېته زره یو سل او اته شپېته ماشومانو ته ویټامین اي کپسول هم ورکول کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس په خبره، د پولیو ضد واکسین تازه کمپاین په کندهار ښار او ارغنداب، پنجوايي، دامان، ډنډ او تخته پُل ولسوالیو کي کلي په کلي او جومات په جومات او میوند، شاه ولیکوټ، ژړۍ، سپین بولدک، نېش او نېش ولسوالیو کې په قسمي توګه ترسره کېږي.

په روان میلادي کال کې په ټول هېواد کې تر اوسه د پولیو ناروغۍ ۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې تر ټولو زیاته برخه ۳۵ پېښې په جنوب لویدیځي حوزه کې دي او له دې جملې ۱۳ هغه یې کندهار پورې اړوندې دي.

د کندهار په اوو ولسوالیو کې طالبانو د پولیو ضد واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي

په کندهار کې په داسې حال کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیلېږي، چې لا هم د دې ولایت په شورابک، ریګستان، غورک، خاکرېز، معروف، ارغستان او میانشین ولسوالیو کې وسله والو طالبان یاد واکسین ته اجازه نه ورکوي.

چارواکي وايي، چې په یادو  ولسوالیو کې یې د پولیو ضدو واکسین کمپاین د تطبیق هڅې کړې دي، خو هېڅ نیتجه یې نه ده ورکړې او د وسله والو طالبانو له سخت مخالفت سره مخ شوي دي، چې له امله یې نږدې یو نیم لک ماشومان له دغه واکسینه بې برخې کېږي.

پولیو خطرناکه ناروغۍ ده او د ماشومانو د دایمي فلج سبب ګرځي، که وسله وال طالبان د کندهار په لیري پرتو ولسوالیو کې د دې ناروغۍ ضد واکسین ته جازه ورنه کړي، په جنوبي حوزه کې به د دې خطرناکه ناروغۍ ګواښ نور هم زیات شي، ځکه د ټول هېواد په کچه جنوبي زون او په ځانګړي ډول کندهار د پولیو ناروغۍ له امله ډېر ځپل شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.