The news is by your side.

ننګرهار کې د تېر کال په پرتله د شاتو حاصلات زیات شوي

خبریال وېبپاڼه/ مسوولین وايي، چې سږکال په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي، چې د تېر کال په پرتله پکې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د شاتو د مچیو د روزنې کیفیت او د ظرفیتونو لوړوالی هغه لامولونه یادوي چې له مخې یې په سږني کال کې د تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

د ننگرهار د کرنې ریاست چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ لوی او کوچني فارمونه شته، چې پکې لږ تر لږه د شاتو مچیو ۴۰ زره کورنۍ  تر روزنې لاندې دي.

هغوی زیاتوي، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته، چې د روزلو په چارو کې یې نږدې دوه زره ښځینه او نرینه وو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په دې وروستیو کلونو کې د شاتو د مچیو روزنه او د شاتو تولید په ننګرهار ولایت کې خورا عام شوی دی.

د شاتو مچیو د روزنې د سکتور کارکوونکي څرګندوي، چې دا کار اقتصادي ارزښت لري او دوی ته په کې د اړتیاوو د پوره کولو زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه له ۲۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو ده.

مسوولین وايي، د ننګرهار شات د کابل تر څنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.

د هېواد په غرنیو سیمولکه ننګرهار، پکتیا، بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشېر، پروان، کاپیسا، غزني او هرات ولایتونو کې ښه شات تولیدیږي، خو په ننګرهار کې د شاتو تولیدوونکي د خپلو تولیداتو  د ښه والي په موخه په اوړي کې د بېرې شاتو د جوړولو په موخه پېښور او نورو پېښور ته څېرمو سیمو ته ځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.