ملتان کې د پاکستاني حکومت ضد د سترې غونډې تابیا نیول شوې

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د مخالفو سياسي ګوندونو مشران نن په ملتان کې د یوې سترې ولسي تابیا نیولې او د پاکستان د سياسي او اقتصادي ثبات رامنځته کولو په موخه به یو ځل بیا خپلې غوښتنې پاکستاني حکومت سره شریکې کړي.
په دې غونډه کي د دې اتحاد مشر مولانا فضل الرحمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تر څنګ د زیاترو اپوزیسیون ګوندونو مشرانو او استازیو ګډون کوي.
پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل د دغه غورځنګ مهمې غوښتنې دي.
د غورځنګ مشران وايي، تر هغو چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.
دوی څه وخت مخکې په پېښور کې هم د عمران خان خلاف ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه چې د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل، د نشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر هوتي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او نورو ګوندونو مشرانو او استازیو د خپلو خبرو پر مهال او د اوسني حکومت پرضد یې خپل دریځ بیا پکې تکرار کړ.
هغوی ادعا کړې وه، چې د تحريک انصاف اوسنی واکمن ګوند په ټاکنو کې د درغليو په اساس مخته شوی او واک ته د همدې ګوند له رسېدو سره په پاکستان کې اقتصادي او سياسي بې ثباتي پراخه شوې ده.
د پاکستان ديموکراسۍ غورځنګ د دغه هیواد د ۱۱ سیاسي ګوندونو ګډ غورځنګ دی، چې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد جوړ شوی او تر دې وړاندې يې په کوټه، پېښور، کراچۍ او ګوجرانواله کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.