The news is by your side.

ملتان کې د پاکستاني حکومت ضد د سترې غونډې تابیا نیول شوې

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د مخالفو سياسي ګوندونو مشران نن په ملتان کې د یوې سترې ولسي تابیا نیولې او د پاکستان د سياسي او اقتصادي ثبات رامنځته کولو په موخه به یو ځل بیا خپلې غوښتنې پاکستاني حکومت سره شریکې کړي.

په دې غونډه کي د دې اتحاد مشر مولانا فضل الرحمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تر څنګ د زیاترو اپوزیسیون ګوندونو مشرانو او استازیو ګډون کوي.

پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل د دغه غورځنګ مهمې غوښتنې دي.

د غورځنګ مشران وايي، تر هغو چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.

دوی څه وخت مخکې په پېښور کې هم د عمران خان خلاف ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه چې د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل، د نشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر هوتي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او نورو ګوندونو مشرانو او استازیو د خپلو خبرو پر مهال او د اوسني حکومت پرضد یې خپل دریځ بیا پکې تکرار کړ.
هغوی ادعا کړې وه، چې د تحريک انصاف اوسنی واکمن ګوند په ټاکنو کې د درغليو په اساس مخته شوی او واک ته د همدې ګوند له رسېدو سره په پاکستان کې اقتصادي او سياسي بې ثباتي پراخه شوې ده.

د پاکستان ديموکراسۍ غورځنګ د دغه هیواد د ۱۱ سیاسي ګوندونو ګډ غورځنګ دی، چې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد جوړ شوی او تر دې وړاندې يې په کوټه، پېښور،  کراچۍ او ګوجرانواله کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance