The news is by your side.

د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن ژوبل شو

خبریال وېبپاڼهد امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن ژوبل شوی او پښه یې ماته شوې ده. د جوبایدڼ پښه د خپل سپي(مېجر) سره د ساعتیري په دوران کې ماته شوې ده.

ښاغلی بایډن دوه سپي لري چې دواړه یې د جرمن شپرډ له نسل څخه دي او د بایدن کورنۍ په پام کې لري چې دغه دواړه سپي له ځان سره سپینې ماڼۍ ته یوسي.

ډاکترانو ویلي چې د بایدڼ د پښې دوه هډوکي مات شوي او درز یې کړی د، خو روغتیا يي حالت یې د ډاډ وړ دی .

د امریکا د متحده ایالاتو مخکنی مرستیال جمهور رئیس جو بایډن، چې نژدې نیمه پیړۍ یې د امریکا په سیاسي صحنه کې رول درلودلی، اوس د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوی.

کله چې جو بایډن ۱۰کلن و، کورنۍ یې د ښه کار موندلو په نیت د دلاویر ایالت کلیمانت ښار ته کډه وکړه؛ هغه ځای چې اوس یې ښاغلی بایډن خپل کور ګڼي.

ښاغلی بایډن د دلاویر پوهنتون د تاریخ او سیاسي علومو له څانګې فارغ شوی او د حقوقو په څانګه کې د لوړو زده کړو لپاره د نیویارک په ایالت کې د سرکیوز پوهنتون ته تللی دی.
هغه په ۱۹۶۶کال کې د نیلیا هانټر بایډن سره واده وکړ او د هغوی د واده ثمره درې اولادونه دي چې دریم جوزف آر بوبایډن، رابرټ هنټر او نواميکرستینا نومیږي. نیلیا هانټر په ۱۹۷۲کې د خپلې لور نوامي سره یوځاې په یوې ترافیکي پیښه کې مړه شوي و.
ښاغلي بایډن په ۱۹۷۷کې دوهم ځل واده د جیل بایډن سره وکړ او ددې واده ثمره د هغو لور اشلي بلرز بایډن ده.

جو بایډن خپل کاري ژوند د ویلمینگتنښار په یو شرکت کې له وکالت څخه پیل کړ او په عین وخت کې یې له وخت وروسته د عامه مدافع وکیل په توګه هم کار کاوه.

هغه لومړی ځل د نیوکسل په سیمه کې په سیمه ییزه شورا کې د غړیتوب لپاره خپله انتخاباتي مبارزه پیل کړه چې د ۲۰۰۰رایو په توپیر بریالی شو.

ښاغلي بایډن په ۱۹۷۲کال کې ځان د امریکا د سنا جرګې ته کاندید کړ.

هغه په ۲۹کلنۍ کې یو د ځوانو کسانو څخه و چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا غړیتوب ته وټاکل شو.

ښاغلي بایډن د سناتورانو د یو پلاوي په مشرۍ په مسکو کې د کرملن له مقاماتو سره د ( SALT II) په نامه د ستراتیژیکو وسلو د محدودولو د مذاکراتو د تصویبولو مشري وکړه.

دا د اټومي وسلو د کنترول او د امریکایانو د امنیت د ساتلو لپاره د ستراتیژیکو امنیتي مذاکراتو، د یوې اټومي تسلیحاتي سیالۍ د مخنیوي او د نړیوالو معیارونو د رامنځ ته کولو په برخه کې د هغه د څو لسیزو مشرتابه پیل و.

 جو بایډن د ۱۹۷۳نه تر۲۰۰۹پورې د متحده ایالاتو په سنا کې خدمت وکړ.

هغه شپږ ځلې د سناتور په توګه وټاکل شو. ښاغلی بایډن د ۲۰۰۹کال د جنورۍ په ۱۵پنځه ورځې دمخه تر دې چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس باراک اوباما د مرستیال په توګه دنده پیل کړي د سنا مجلس څخه استعفا وکړه.

بایډن د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د قضایي کمیټې د غړو له ډلې څخه و او د ۱۹۸۷څخه تر۱۹۹۵پورې یې ددې کمیټې د رئیس په توګه کار کاوه.

هغه د ۲۰۰۹نه تر ۲۰۱۷پورې د جمهور رئیس باراک اوباما د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.

ښاغلی بایډن درې ځلې په۱۹۸۸، ۲۰۰۸او ۲۰۲۰کې ځان د امریکا جمهوري ریاست ته کاندید کړی هم و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.