The news is by your side.

د زابل امنیه قوماندانۍ کې طالبان

خبریال ویبپاڼه /  زابل کې د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې امنیتي تهدیدونه پکښي زیات سوي او اوسیدونکي يې اندېښنه لري چې نور به هم دا ولایت له ګواښونو سره مخ سي

تیره ورځ د زابل د ولایتي شورا پر رییس د موټر بم چاودنه وسوه چې  پر مهال يې نوموړی له خپلو ساتوونکو سره ژوبل او ګڼو نورو ملکي کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته د نا امنیو په دوام، نن ماښام زابل کې د شهرا کنډک درستیزوال محمد اسلم خپلواک د سړک غاړې ماین چاودنه کې شهید کړل سو، چې له دې نا امنیو وروسته د زابل د ولایتي شورا حاجي عطاجان حق بیان غبرګون ښودلی او ادعا يې کړې چې د زابل امنیه قوماندانۍ کې دننه طالبان شتون لري هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان

د زابل امنیه قوماندانۍ کې طالبان:

دا چې له څه مودې وروسته د هيواد د اجنبي دښمن له خوا په زابل کې مرموزي، ځنځيري او د کړۍ په شکل د هيواد د ساتونکو، د هيواد د مدافعينو او همدارنګه د وطن د سرښندونکو سربازانو او افسرانو وژنې ډيرې سوې دي، دا له هغه وخته ډيري سوې دي، چې دلته د ملا يعقوب وطن دښمنه فعاليتونه او خپله شتون په زابل کې پيدا سوی دی.

ښاغلی حقبیان وايي چې د زابل امنیه قوماندانۍ دننه داسې یوه کړۍ شتون لري چې ورسره په ښار کې او همدارنګه د ولسواليو په سقوط ورسره موټر بمونو کې همکاري کوي؛ د نوموړي د ادعا له مخې دې کړۍ څو ځله خپله د ملا يعقوب سره ليدلي دي او همدارنګه يې په مرکز قلات کې د څو وژنو او موټر بمونو رهنمايي، ساتنه او انفجار زمينه ورته مساعده کړې، چې دا د وطن، خاورې او ځوريدلي زابلي ولس سره ظلم او جفا ده.

حق بیان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت له عمومي ادارې څخه غوښتنه کړې چې د دې کړۍ د له منځه وړلو لپاره دي لاس په کار سي کچیري داسې ونسي ګواښ يې کړی چې دوی به یې د ولس او رسنیو په مخ کې رسوا کړي

د زابل د ولایتي شورا رییس ویلي چې دې ادارو ته ټاکلی وخت ورکوي او کچیري اقدام ونکړي نو دوی به یې د اسنادو او شواهدوسره یوځای رسوا کړي

تراوسه پوري د زابل امنیه قوماندانۍ په دې هکله څه نه دي ویلي

اسلم خپلواک څوک دی

اسلم خپلواک اصلي د زابل ولایت اوسیدونکی او له تیرو څوکلونو راهیسې د زابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې د هېواد او  خلکو لپاره په پوره میړانه دنده اجرا کوله چې نن ماښام ناوخته له کلات څخه شهري صفا ولسوالۍ ته پر لارې د سړک غاړې ماین چاودنه کې شهید شو

اسلم خپلواک

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.