امریکا د ایران د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان او درې ساتونکي یې وژلي
خبریال وېبپاڼه/ عربي رسنۍ وايي، امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ایران د سپاه پاسداران یو لوړ پوړی قوماندان له خپلو دریو ساتونکو سره وژلي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د عراق او سوریې ترمنځ پوله کې رامنځته شوې ده.
عرب رسنیو د دغه قوماندان مسلم شهدان ښودلی، چې په سوریه کې یې د سپاه پاسداران په ماموریت کې مهم رول درلود.
عراقي چارواکو هم دغه راپورونه تایید کړي، خو وایي په دې نه دي بریالي شوي چې د وژل شویو کسانو هویت ثابت کړي.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د ایران د اټومي انرژۍ رییس په یوه برید کې ووژل شو او له امله یې په سیمه کې ناندرۍ را ولاړې شوې دي.
ایران یې د امریکا او اسراییلو کار بولي خو دغه هېوادونو یې په اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د جنوري په درېيمه نېټه امريکايي الوتکو د ايران د قدس د ځواکونو قوماندان د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه بمبار کړ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.