The news is by your side.

د وحشت په وړاندې د باميانو خلکو څه وکړل؟

خبريال وېبپاڼه/ څو ورځې وړاندې د باميانو په ولايت کې دوې درنې چاودنې وشوې چې تر ۱۸ ملکي کسان یې شهیدان او تر ۶۴ پورې نور یې ټپيان کړل، په افغانستان کې چادونې نوې خبره نه ده، هره ورځ ټول افغانان د څو چادونو خبر اوري، خو په باميانو ولايت کې بيا دا یو څه نوې خبره ده، ځکه دا ولایت يو با امنه ولايت دی او په تېرو ۱۹ کلونو کې د چادونو او حملو څخه لرې پاتې شوی دی.

د خلکو غبرګون
په باميانو کې چادونه رامنځته شوه خلکو دوه ورځې ياده کړه او کيسه یې خلاصه شوه، خو د باميانو د خلکو لپاره بيا دا عادت شوې مسله نه وه او ددې په وړاندې همداسې پاتې نشول، ددې ولايت اوسېدونکو مخ خپلو مسلينو ته ورواړاوه او له دوی څخه یې پوښتنه وکړه چې پدې لوی والي په باميانو کې دا ډول چادونه څنکه رامنځته کېدی شي.

څو ورځې کېږي ددې ولايت د ځايي خلکو ځينې استازو د مدني ټولنو غړو دغلته د عدالت غوښتنې خېمه درولې ده او ددې ولايت د والي او ملي امنيت له ريس څخه غواړي چې ددې پېښه په هکله وضاحت ورکړي چې څنګه امکان لري ددې ولايت چارواکي ددومره لویې چادونې په هکله هېڅ معلومات نلري او صرف د خکلو مړي شماري.

والي غواړي عادي مسله یې کړي
د عدالت غوښتنې د خېمې يوه کس وويل چې دوی د والي مقام ته ورغلل او د والي څخه یې ددې پېښې په هکله وضاحت وغوښت، خو والي ورسره د قهر او غوسې ډک چلند وکړ او زړه يې و چې دا مسله همداسې عادي مسله وګڼل سره یې پټ کړي شي او بيا یې څوک ياده نه کړي.

د عدالت غوښتنې د خېمې يوه بل غړي وويل چې والي د خبرو په مهال په پرلپسې ډول خپل لاسونه په مېز وهل او دوی ته يې اجازه ورنکړه چې د ملي امنیت له مشر سره وګوري او ترې وپوښتئ چې دې ولايت ته دا ډول مواد او دا ډول وکړي څه ډول راغلل چې بيا یې دومره لوي بريد ته تياری ونيو او بالاخره کامياب شول دا بريد ترسره کړي.

موږ یې وګواښلو
دغلته راټول شوي خلک چې غواړي ددې بريد په هکله د مقاماتو څخه پوښتنه وکړي وايي د ملي امنیت ریس او والي دوی ګواښلي دي، دوی وايی ددې په ځای چې د ملي امنیت او والي استازي ددې پېښې وضاحت ورکړي خلکو ته تسلی ورکړي دوی خلک ګواښي.

که ټول وحشت عادي ونه ونيسو
د باميانو د خلکو په څېر غوندې که د افغانستان ټول وګړي نور وحشت عادي ونه نيسي، د خپلو خلکو وژنه عادي ونه نيسي او همداسې د مقاماتو څخه پوښتنه وکړي نو ددې هېواد وضعیت به بدلون ومومي.

همدا اوس چې موږ په هېواد کې امنیت نلرو ددې ټوله کوټه مخالفینو ته نیول ستونزه نه حل کوي، ددولت مخالفين په موږ رحم نلري، د جنګ اصولو ته نه دي ژمن، د طالبانو وياند استدلال کوي چې دوی په داسې ځای کې چادونې نه کوي چې خلک ومري يانې وايي قصدا داسې کار نکوي، خو دا دروغ دي، ځکه کله چې طالبان‌ د کابل ښار په یوه سړک یا کله کله د‌ مسکونی ځايونو په منځ کې چادونه کوي ښه پوهېږی چې ملکي خلک به ورسره ومري، طالبان دا خلک قصدي وژني، ددوی استدلال سم نه دی.

خو نه طالبان او نه هم کومه بل ډله دومره غښتلې ده چې د ټول هېواد په وکړو به وحشت کوي او دا ټول به بې وسه وي، بلکې دلته ستونزه په چارواکو کې ده، دوی د وحشت سره په مبارزه کې جدي نه دي، ددوی ددې ګډوډئ څخه تغذيه کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.