The news is by your side.

یو ځل بیا په ټینګار سره له عمران خان د استعفا غوښتنه وشوه

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان په ملتان ښار کې د مخالفو سياسي ګوندونو مشرانو د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې یو ځل بیا له عمران خان د استعفا غوښتنه وکړه.

که څه هم پاکستانی حکومت پر دغې غونډه بندیزونه لګولي وو او لسګونه فعالان یې نیولي وو، خو له دې سره سره د زرګونه کسانو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې چې د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال د اوسني حکومت پر ضد خپل دریځ تکرار کړ او له عمران خان غوښتنه وکړه چې د پاکستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره نور له واک لاس په سر شي.
مخالفو ګوندونو ادعا وکړه، چې د تحريک انصاف اوسنی واکمن ګوند په ټاکنو کې د درغليو په اساس مخته شوی او واک ته د همدې ګوند له رسېدو سره په پاکستان کې اقتصادي او سياسي بې ثباتي پراخه شوې ده.

پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل دغه غورځنګ د خپلو مهمو غوښتنو په توګه یادې کړې.

د غورځنګ مشران وايي، تر هغو چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.

د مخالفو سیاسي ګوندونو غورځنګ څه موده مخکې هم په پېښور کې هم د پاکستاني حکومت پر ضد ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه او د پاکستاني حکومت پر ضد یې خپل دریځ څرګند کړ.

د پاکستان ديموکراسۍ غورځنګ د دغه هیواد د ۱۱ سیاسي ګوندونو ګډ غورځنګ دی، چې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد جوړ شوی او تر دې وړاندې يې په کوټه، کراچۍ او ګوجرانواله کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.