ایران به له افغان سولې سره مرسته کوي
خبریال ویبپاڼه/ د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ژمنه تازه کړې چې له افغان سولې سره به تر خپله وسه مرسته کوي هغوی په دې هم اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات سوی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي باندې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د افغان سولې سره مرسته کوي
هغه دغه څرګندونې له خپل افغاني سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ټلیفوني مکلمه کې کړې جواد ظریف او حنیف اتمر د ټلیفون پر لیکه پر روان وضعیت روان بحث کړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیله لري چې روان تاوتریخوالی ختم او ژر تر ژره له جګړې بغیر دواړه لوري یوې بلې پایلي ته ورسیږي
خو سوال دادی چې ایا ایران رښتیا هم په صاداقت سره دافغان سولې پروسې سره مرسته کوي تراوسه لا مالومه نه ده ځکه چې تر دې وړاندې څو ځله پر دې هېواد باندې د طالبانو د ملاتړ تورونه پوري سوې او د افغانستان په جګړه کې د ایراني وسلو او بمونو د کاریدلو راپورونه هم ورکول سوي خو ایران د همکارۍ ادعا کوي
په قطر کې د افغان سولې بین لافغاني خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي خو تراوسه یو شمېر کړۍ لاهم نه غواړي چې داخبرې دي پیل سي پر همدې مهال افغانستان کې روان تاوتریخوالی او وژنې لا روانې دي چې تر ډیره بریده يې زیان ملکیانو ته رسیږي نژدې هره ورځ داسې راپورونه خپریږي چې په بمي چاودنو او جګړو کې تر ښکېلو لورو زیاته مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوړي.
له همدې امله عام افغانان د سولې پر روانه پروسه شکې سوي او دا يې یوه نمایشي پروسه بللې او زیاته کړې يې ده چې د جګړې ښکېل لوري په ریښتوني ډول سره نه غواړي چې روانې جګړې ته د پاي ټکی کښېږدي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.