کندهار کې ۲۸ طالبان وژل شوي، پاکستانیان هم پکې دي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو شمېر کلیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له سخت غبرګون سر مخ شول.

د یاد ولایت یوې امنیتی سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو طالبانو کې پاکستانيان هم شامل دي، چې په وینا یې، شناختي کارډونه یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سرچینې په خبره، په دې نښتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او همدا راز د ۱۵ وسله والو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.

سرچینې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ وروسته وسله والو طالبانو د دې ولایت په پنجوايي، ژړۍ، میوند او اوس په ډنډ ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي او د سلګونه امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

خو چارواکي وايي، چې د بابا صاحب ګډو نظامي عملیاتو لومړي پړاو کې یې د ۶۰۰ وسله والو طالبانو په مرګ ژوبله ارغنداب ولسوالۍ په بشپړ ډول د مخالفینو له شتونه پاکه کړې او دمګړۍ په ژړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د دښمن د ځپلو په موخه د بابا صاحب نظامي عملیاتو دوهم پړاو دوام لري.

دې جګړو عام خلک سخت اندېښمن کړي او درانه مالي زیانونه یې وراړولي دي.

له جګړه ځپلیو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې او شکایت کوي، چې د خوراکي توکو ترڅنګ د اوسېدو مناسب ځایونه نه لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum