The news is by your side.

افغانستان کې نژدې ۸۰۰۰ کسان په ایډز اخته دي 

خبریال ویبپاڼه/ ایچ ای وي یا ایډیز هغه وژونکي ناروغي ده چې په نړۍ کې زیات انسانان پرې مبتلا او په تدریج سره يې له منځه وړي دا ناروغي افغانستان کې هم سته او تراوسه پرې زرګونه انسانان اخته دي

نن د ډیسمبر لومړۍ نېټه په نړۍ کې د ایډز نړیواله ورځ ده چې په ټوله نړۍ په همدې نوم لمانځل کیږي خو داسې مالومیږي چې د کرونا ناروغي له رامنځ ته کیدلو سره له ایډز سره د مبارزې  برخه ټکنۍ سوې ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي تیر کال يې د ایډز ۱۹۰ خو سږ کال ۱۱۰ کسان ثبت کړي دي چې د تیر کال په پرتله ۴۰ سلنه رامنځ ته سوی خو په وینا يې له ایډز سره مبارزه د کرونا له امله ټکنۍ سوې ده

د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي له کرونا څخه رامنځ ته سوی خطر د دې باعث سوی چې له ایډز سره د دوی مبارزه کم رنګه کړي او په اساني ونسي کړای چې د ایډز پر ضد مبارزه وکړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې درې لسیزې وړاندې د ایډز لومړۍ پیښه په افغانستان کې ثبت سوې وه چې له هغه راوروسته دې ناروغۍ ۲۷۳ کسان وژلي هم  دي

د نړۍ په کچه هم ایډز ناروغي لوی ګواښ دی په دې ناروغي د اخته کسانو شمېر په نړیواله کچه ۳۸ میلیونه انسانانو ته رسیږي چې له جملې يې تراوسه ۷ زره مړه سوي دي

ایډز ناروغي په مالومداره شکل سره کومې نښې نښانې نلري  خو که کوم کس دوامداره اسهالات تبه او د وزن بایللو سره مخ وو، نو ښايي په ایډز ناروغي باندې اخته سوی وي

تر دې وړاندې ایډز سرطان خو په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وژونکې ناروغۍ رامنځ ته او تراوسه يې  تر یو میلیونه زیات انسانان وژلي د ایډز ناروغي درملنه چې څومره ژر پیل سي اغیزې لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.