The news is by your side.

هغه ۵ ډوله خواړه چې مخکې له خوبه بايد ونه خوړل شي

خبريال وېبپاڼه/ سره له دې چې د ورځې په جريان کې بايد خپلو خوړو ته پام وکړو چې څه وخورو، څومره یې وخورو، بايد د ښپې هم په دې هکله متوجه اوسو، د شپې بايد دې ته فکر وکړو چې مخکې له دې چې ويده شو څه ونه خورو.

خواږه خواړه
په دې پوهېږی چې خواږه توکي، کېک، کلچه د شکر ناروغۍ، سرطان او د زړه د ناروغيو سبب کېږي خو ددې ترڅنګ د شپې بيا ستاسې په خوب هم ناوړه تاثير کوي، اوس پوهان وايي چې حتی دا خواړه د شپې د ناوړه خوبونو د ليدلو امکان هم زياتوي، ساینس پوهانو تراوسه ددې خبرې کامل منطق نه دی بيان کړی.

زياتې اوبه او چای مه څښي
دلته دا خبره ددې خاطره نکوو چې د شپې مخکې له ويده‌ کېدو چای مه څښئ ځکه چې خوب مو خرابوي، خبره دا کوو چې د شپې زيات معايات څښل ددې سبب کېږي چې د شپې مو دا مايعات په بدن کې پاتې شي، په‌ ځانګړي ډول د مثانې او پښتورګو د تيږو يو سبب ګرځي، ځکه تر سهاره ددې مايعاتو پاتې کېدل هلته ددې سبب کېږي چې په دې مايعاتو کې موجود مواد د نورو سره تعامل وکړي، ددې موادو جوړښت داسې دی چې د تعامل په پايله کې د پښتورګي او مثانې ډبرې رامنځته کوي.

بازاري يا کورني چېپس
چېپس زموږ ټولو خوښېږي خو له بده مرغه د ژوند په دې بهیر کې ډېر شيان داسې دي چې خوند يې ښه تأثير یې بد وي، همداسې ځينې شيان بيا چندان ښه خوند لري خو ګټه يې ډېره وي، چېپس د زړه د ناروغيو د رګونو د ناروغيو لپاره ترټولو د پام وړ سبب دی، د شپې يې بيا خوړل ددې سبب کېږي چې د ژور خوب مانع شي، په آسټراليا کې ترسره يوه څېړنه پدې هکله ښيي چې مخکې له خوبه چېپس خوړل د خوب نظم له منځه وړي.

غوښه
غوښه يو له هغه خوړو څخه ده چې زيات پروتين لري نو همداسې یې بدن ته ضرر ونه هم زيات دي، د غوښې هضمول د هاضمې سيستم ښه ستړی کوي، که د خوب څخه مخکې يې وخورئ نو په لوی احتمال خوب خرابوي او د معدې کار به مو هم ګران وي‌.

پنېر او شيدې
پنېر او شيدې هم زيات کلسيم لري، د شپې وروسته له دې چې ويده شی دوی تر سهاره په پښتورګو او مثانه کې د ځينو نورو موادو سره تعامل کولی شي او دا د سختو جدي ستونزو سبب کېږي، ددې تعامل په پايله کې ډېر کله د پښتورګو او مثانې ډبرې رامنځته کېږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.