The news is by your side.

طالبانو دارالمعلمين چور کوونکي نيولي، تر شا يې څوک و؟

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو برخو کې داسې پېښې وشوې چې خلک يې غوسه کړل، په هلمند ولايت کې د پوځ له قرارګاه څخه د وسایلو اخیستل او چور کول په ارزګان ولايت کې د دارالمعلمين چور کول هغه پېښې دي چې نور نو ځينو کسانو خپل ملت ته د ملامتیا ګوته ونیوه.

دا پېښې د اول څخه خبريال وېبپاڼې شکمنې تفسیر کړې، موږ پخپل راپور کې ويلي و چې دا ډول پېښې ان اوس د چارواکو لخوا ترسره کېږي، چارواکي مخکې له دې ولسوالۍ سقوط شي د ولسوالۍ وسايل د ځينو کسانو سره قرارداد کوي.

اوس تازه طالبانو هغه ویډیو خپره کړې ده چې د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين چور کوؤنکي کسان پخپل جرم اعتراف کوي او پدې هکله معلومات ورکوي.

په دې ویډیو کې چې د طالبانو له لوري خپره شوې ده هغه کسان نیول شوی دی چې د دارالمعلمين څخه يی غلا کړې يا يې چور کړی دی، نيول شوي کسان په ويډيو کې اقرار کوي چې مخکې له‌دې چې ولسوالۍ سقوط شي دوی ته د سنګري، حاجي ميوند او نمبر يک په نامه کسانو زنګ وکړ چې طالبان دا شيان وړي نو تر هغه نه یې تاسې یوسئ.

په حکومت کې فساد دې اوج ته رسیدلی دی چې نور یې تعریف کول واقعاً سخت کار دی، د شهيد د کورنۍ پيسې غوښتونکي چارواکي لرو، د پوځ د خوړو څخه غلا کوونکي چارواکي لرو، اوس دادي هم دا چارواکي ولسوالۍ خرڅوي، دا چارواکي به اخر په دې هېواد کې داسې څه پرېنږدي چې د خرڅولو وي.

حکومت د فساد سره د مبارزې کوم نیت نلري، بلکې برعکس حکومت پخپله د مفسدینو جوړ دی او که هرڅوک کوښښ وکړي چې کوم مفسد راکش کړي‌ عدالت ورباندې عملي کړي اول مخنیوی یې حکومت کوي، ښه بېلګه یې اجمل احدي دی چې په لسګونه افغان کارکونکي یې د مرکزي بانک څخه بدون له هېڅ مشروع دليل وشړل کله چې هغوي ورباندې عريضه وکړه او دوسيه یې محکمې ته ولاړه نو ولسمشر غني مداخله وکړه او د همدې لبناني دوسيه یې په محکمه کې خاموشه کړه.

هغوی چې ددې ملت هره لويه او کوچنۍ سرمایه خپله نه بولي، ددې وطن هرڅه ته غله دي باید نور يې دا ملت ونه زغمي، ددوی دوام صرف ددې لامل کېږي چې له دوی وروسته ډېره نوره لويه مرادي او فساد پاتې وي چې خلک به مجبور وي پاک یې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.