ته به هېڅکله په زړونو کې ونه مرې!
خبریال وېب پاڼه/ کاکا مراده! مهربانه کاکا مراده! موږ وبخښه! ستا روح ته مات یوو! زموږ له لاسه هېڅ څه نه شي، ستا لپاره مو په هېڅ څه لاس بر نه وو او نه دی، یوازې دومره کولی شو، چې لار دې تعقیب کړو، ستا کړې آبادۍ وساتو او کلونه کلونه دې زړه کې ژوندی وګرځوو.
ستا د مړینې له یو کال په تېرېدو ښکاري د حکومت داسې له زړه ووتې، لکه د سره چې ستا په نوم څوک نه وو، ځکه نه یې ستا قاتلین پیدا کړل او نه یې ستا کارنامې یادې کړې.
خو یوازې د عوامو افغانانو په زړونو کې ژوندی یې او وبه نه مرې، لا هم ستا کړي کارونه، خدمتونه، ستړیاوې، منډې ترړې، په کمزورو لاسونو او مټو ابادۍ دې زموږ د ټولو په سترګو کې دي.
که څه هم نن ته نه یې او زموږ له سترګو پناه یې، خو ستا په خواریو شوي خدمتونه او ابادۍ دې لا هم موږ ته دا را یادوي، چې یو وخت په دې خاوره د دې خاورې له بچیانو د یو پردي جاپاني زړه ډېر خوږېده، له موږ پرې ډېر مهربانه وو او له موږ یې ډېر دا خاوره، دا وطن او دا خلک خپل بلل.
ته له افغانانو ډېر پر دې خاوره خوږېدې، تا د دې خلکو دردونه او د دې خاورې آهونه احساسول، تا به هېڅکله دا خاوره هېره نه کړي او نه به دې دا خلک پردی وګڼي.
دې خاورې ته تا کړي خدمتونه، په دې خاوره ستا آبادۍ د هغو افغانانو لپاره پېغور او شرم دی، چې ان د دې وطن یو موټی خاوره هم پلوري، هغوی لپاره شرم دی چې د وطن خزانې یې بهر کې خپلو ځانونو ته په کورونو ابادولو تشې کړې.
کااش ته پوهېدلې، چې نن افغانان تا پسې څومره خفه دي او ستا په حق کې ځان څومره ملامته بولي، کااش ته یو وار بیا راتلی شوې، چې زموږ پښېماني دې لیدلې وه، ولې مو ستا قدر ستا په ژوند ونه شو کولی؟ کااش بیا راستنېدی شوې، چې تا زموږ لاسونه لیدلي وو، چې څومره د پېښمانۍ په اوج کې درپسې مروړل کیږي.
ته آرام وکه، په دې خاورې د ابادیو لپاره اخیستې ستړیاوې دې دمه کړه، ته او ستا نوم به زموږ د دې خاورې د رښتینو بچیانو او اتلانو په څېر زموږ په زړونو کې پېړۍ پېړۍ ساه واخلې او ژوندۍ به یې.
لیکنه: آمنه عزیزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.