The news is by your side.

حکمتیار بیا د موقت حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، حکومت او طالبانو باید ومني چې سولې ته رسېدل قرباني غواړي او د دې هدف لپاره باید موقت حکومت رامنځته شي.

هغه یو ځل بیا د موقت حکومت په رامنځته کولو ټینګار کړی، څو په خبره یې، د سولې راتلونکي پړاوونه په سمه توګه مدیریت کړل شي.

حکمتیار په قطر کې د سولې مذاکرتو په برخه کې را منځته شوي پر مختګ ته هیله مند دی او وايي، روانه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او ټول لوري دې په مذاکرتو تمرکز زیات کړي.

 حکمتیار دغه راز په هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده. پر خلکو وسلې ویشې او په دې ډول د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

ګلبدین حکمتیار داسې مهال یو ځل بیا د موقت حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کوي، چې تازه افغان حکومت او طالبان په دوحه کې د خبرو اترو پر کړنلاره سره سلا شول او نن به خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.

په داسې یو وضعیت کې د حکمتیار دا ډول څرګندوني نه یوازې افغانان ناهیلي کوي، بلکې د سولې پروسې ته هم زیان رسولی شي.

په کار خو دا وه چې د حکمتیار په شمول ټولو سیاسي احزابو او مدني بنسټونو د دغې هوکړې هرکلی کړی وای او له ښکلېو اړخونو یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وای، ځکه د سولې خبرو سره هممهاله دلته د جګړې ډګر هماغسې تود دی.

شنونکي په دې بارو دی چې حکمتیار د پردیو په ځانګړي ډول د پاکستان په اشاره دا ډول څرګندونې کوي او غواړي په یو ډول د سولې پروسه زیانمه کړي، ځکه پاکستان هیڅکله نه دي غوښتي چې دلته دې د جګړې اور سوړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.