قطر کې د طالبانو او افغاني لوري لومړنۍ ناسته؛ اوربند به وشي؟
خبریال وېبپاڼه/ قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، نن په قطر کې مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته ترسره کوي.
په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرتو پر کړنلاره بحث له دوو میاشتو زیات وخت واخیست، معلومه نه ده چې د مذاکراتو پر اجنډا پيلېدونکی بحث به څومره وخت واخلي.
اوربند به وشي؟
د افغان حکوت د مذاکراتي ټیم لومومړیتوب اوربند دی، خو طالبان د پخوا په څېر ټینګار کوي چې تر هغو د دوی اساسي غوښتنې نه وي منل شوې، اوربند به ونه کړي.
طالبان له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لیري کول او د پاتې کسانو خوشې کول د اوربند شرطونه بولي، خو دا مني چې اوربند به د مذاکراتو یوه برخه وي.
نړۍوال څه وايي؟
تر دې مخکې د امریکا په شمول شپږو هېوادونو د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د مذاکراتو پر طرزالعمل د شوې هوکړې وروسته له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې ژر تر ژره دایمي اوربند وکړي.
دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.
زلمی خلیلزاد چې پرون د سولې په سفر ترکیې ته تللی وايي، چې له هغه ځایه بیا قطر ته ځي، تر څو ښکېل اړخونه د سولې خبرو کې پرمختګ ته وهڅوي، تر څو اوربند وکړي.
هېواد کې څه روان دي؟
سره له دې چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو پر کړنلاره هوکړه وشوه، په هېواد کې د جګړې ډګر هماغسې تود دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه انسانان وژل کېږي.
عام افغانان دې وضعیت سخت اندېښمن کړي او په یو غږ له ښکېلو لوریو د دایمي اوربند غوښتنه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.